سرليکنه
افغان چارواکو درې مياشتې دمخه په مسکو کې په درې اړخيزه (روسيه، پاکستان او چين) جوړه شوې غونډه نيوکه وکړه، چې د دې غونډې هدف په افغانستان کې مداخله او لاسوهنه ده چې يو شمير سياسي چارواکو هم د حکومت په انديښنو د رسنيو سره په مرکو کې خپلې انديښنې څرګندې کړې.
په ټوله کې د مسکو د تيرې غونډې انديښنې دومره زياتې شوې لکه د امريکا پر ځای چې روسيې په افغانستان کې کنترول پيل کړى وي خو چې مسکو ته د ملي امنيت سلاک حنيف اتمر سفر وکړ د انديښنو څپې پای ته ورسيدې.
اوس د ارګ وياند وايي چې په راتلونکې مسکو غونډه کې به د افغانستان نمايندګې غوښنه وي او دا ډول غونډو کې بايد د افغانستان ونډه وي چې دافغانستان په اړه پکې پريکړې کيږي. وياند په غونډه کې د چا نوم وانه خسيت خو ویې ويل د بهرنيو چارو د مرستيال او يا رياست په کچه به يو نماينده د مسکو غونډې ته ورليږي او مسکو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مرسته کولاى شي.
د بلې خوا اشرف غني لا د درې هيوادونو اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور سفر نه و پېل کړى چې د يو شمير چارواکو لخوا په افغانستان کې د مسکو له لورې د طالبانو سره د مرستې په نامه د روزنځايونو انديښنې وښودل شوې چې بايد د دا ډول اقداماتو مخه ونيول شي.
اشرف غني چې د درې هيوادونو په سفر روانيده ويلې یې و چې زماهدف ددې هيوادونو سره د اړيکو پراخول دي او غواړم د مرستو په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې امن او ثبات راشي؛ ځکه چې اړيکې پراخې شي مرستې پراخيږي.
که د اشرف غني هدف دا وي چې د اسلامي هيوادونو سره اړيکې پراخول په امن او ثبات کې مرسته کوي د اسلامي هيوادونو په منځګړتوب ولي يوه غونډه نه رابولي؟ يو کنفرانس ولي نه جوړوي؟ اشرف غني خو بې له امنه د سوداګريزو او اقتصادي چارو پرمختګ ناشونى بولي او د بلې خوا د سولې او امن د غونډو دمخه د اړيکو د پراخوالي سفرونه کوي.
اشرف غني بهرنيو هيوادونو ته سفر د بهرنۍ پاليسۍ پنځمه کړۍ يو برخه بولې؛ خو په بهرنۍ پاليسې کې د ناکامۍ غم نه کوي چې د يوې خوا له مسکوه انديښنې او د بلې خوا پر مسکو تکيه کوي.
آيا بهرنۍ پاليسي دې ته وايي چې په يو حال کې هم تکيه او انديښنه وښودل شي؟ اوس د درې هيوادونو سفر د اړيکو پراخوالى بولي خو کيدای شي بله ورځ له همدې درې هيوادونو د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې انديښنه وښیي.
په افغانستان کې په اصل کې بهرنۍ پاليسې ځکه ناممکنه ده او نه یې ساتلاى شي چې بهرنۍ پاليسي د افغان چارواکو په لاس کې نه ده.
تيره ورځ په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې د بروکسل له غونډې امريکا ته ستون شو ویې ويل: د ټرمپ د حکومت نهايي هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ سوله ده.
خو کله هم اشرف غني، عبدالله او ترې را چاپيره يارانو ونه ويل چې زموږ نهايي هدف د طالبانو سره سوله ده. دوی یې ځکه نه شي ويلای چې د دا ډول وينا واک نه لري، يوه ورځ په يوه هيواد د مسکو په څير تکيه کوي او بله ورځ ترې انديښنې څرګندوي.
















