(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) الماس خدرخېل
د هلمند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو له لوري نيول کېدونکي نشه يي توکي غلاکېږي او اصلي مواد دوی ته نه وروړل کېږي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور وايي، مونږ يواځې پاليسي جوړوو او د نشه يي توکو نيول د امنیتي ځواکونو او پوليسو دنده ده.
نوموړی زياتوي: (وخت نشه يي توکي نيول کېږي خو پر ځاى یې موږ ته نور مواد راوړي چې موږ تر اوسه نه دي قبول کړي.)
هغه دغه راز وويل، په یاد ولایت کې څه موده مخکې د ۳۰۰ کيلوګرامه په اندازه هيرويين ونيول شول، خو اصلي مواد غلا شوي او پر ځای يې نور مواد دوی ته وړل شوي دي چې د دوی له خوا نه دي منل شوي.
د هغه په وينا په تېر کال کې دوی يواځې لس کيلوګرامه هيرويي له ځان سره ثبت کړي او نور نيول شوي نشه يي مواد دوی ته نه دي ورکړل شوي.
هغه ادعا وکړه، چې د لښکرګاه شاوخوا نږدې سيمو کې د هيرويينو فابريکې جوړې شوي او په ازاده توګه پکې هيرويين پلورل کېږي خو پوليس يې مخه نه نيسي.
په ورته وخت کې د هلمند والي حيات الله حيات هم د نشه يي توکو په برخه کې فساد مني او وايي، چې: (کله چې موږ رسمي پلاوى د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره لېږو، هېڅ هم نه نيول کېږي خو کله چې په غير رسمي ډول پوليس ولاړ شي نو بيا مواد نيسي خو مواد بيا په لاره کې بدلوي.)
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د کابل پوليسو دکاپيسا د خلکو استازي اغاجان سعيدي په موټرو کې يوه اندازه نشه يي توکي ونيول.
ويل کېږي، د نشه يي توکو د قاچاق کاروبار د چارواکو، زورواکو او ځينې وکيلانو له خوا ترسره کېږي، چې پوليس يې هم په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

















