ليکوال او شناند : امين وردګ
دا چې اوس دستي د هغې فرضي کرښې په اړه تودې خبرې روانې دي ؛ کومه کرښه چې د افغانستان په شرق کې د 2640 کيلومټرونو په اوږدوالي سره پرته ده او د (ډيورنډکرښې) په نامه ياديږي ؛ چې په 1893 م کال کې د انګليس استازي (ډيورنډ) او افغان امير (عبدالرحمن) تر مينځ د 100 کالونو د پاره امضا شوې وه ؛ چې ګواکي دا کرښه به د برتانوي هند او افغانستان تر مينځ يو موقتي سرحد وي.
مګر دغه کرښه نه شوه اوس سم غم شو !
له يوې خوا دغه کرښه موقتي وه ؛ چې په 1993 م کال کې يې هغه ټاکل شوې موده هم پوره شوه نو دا 24 کاله کاملاً بې قانونه ده ؛ له بلې خوا دغه کرښه په ډېرې غدارۍ سره تېره شوې ده ؛ چې د پښتون انګړ يې سره دوې ټوټې کړى ؛ نو ځکه دغې لعنتي کرښې دوه وروڼه داسې سره بېل کړل ؛ چې اوس يې يو د کرښې هاخوا او بل دېخوا کې ژوند کوي.
راځو اصل مطلب ته !
دغه کرښه د چا په ګټه او د چا په تاوان ده ؟
کرښه خو له لويه سره د شيطانت له معيار سره سمه تېره شوې او د دغې منحوثې کرښې د مسير په اړه شيطانانو ډېر وخت فکرونه کړي دي.
که څه هم چې د دغې کرښې تاوان د افغانستان مربوط ټولو وګړو او قومونو ته رسېدلى او لا هم رسيږي ؛ مګر پښتون قام ته يې د نورو قومونو په پرتله تاوان درۍ برابره دى.
که چېرې دغه کرښه رسمي شي ؛ نو د پښتون پلار دوه زامن به يو د هغه بل کره پرته له پاسپورت او ويزې څخه نه شي ورتللاى.
پښتون قام هم د افغانستان او پاکستان تر مينځ د رسمي سرحد مخالف نه دى ؛ مګر دغه سرحد خو بايد لږ د انصاف له مخې تعين شي ؛ نه دا چې يو ورور د دېخوا ته حصار شي او بل هغې خوا ته.
د پاکستان د سېند او پنجاب غدار مشران او د افغانستان د شمال لنډغر دغې نکتې ته شنه ناست دي ؛ چې دغه شومه کرښه زرترزره رسمي شي ؛ تر څو پښتون په خپلو کې سره واوړي او دوى چکې ورته ووهي.
خو زه دغو خلکو ته وايم ؛ چې پام کوئ ګورئ !
پښتون دومره کمعقل او کمزورى نه دى ؛ چې د خپل ورور کره دې د ورتګ د پاره له تاسو اجازه واخلي ؛ پښتون قام ته داسې کرښې مرښې نشي ټينګېدلاى ان شاءالله.
نن خو تاسو ته د کومک د پاره د نړۍ ټول طاغوتي لښکر را کوچېدلى دى ؛ ځکه خو ممکن تاسو هم د پخوانيو غدارانو په څېر کومه غلتي وکړئ ؛ مګر سبا به ان شاءالله داسې وخت هم راشي ؛ چې يا خو به دغه کرښه د برلېن ديوال غوندې له مينځه ځي او يا به (لوى پښتونستان) جوړيږي ؛ چې تاسو به بيا لاس تر زنې ورته ناست واست او خجل خجل به ګورئ ؛ نو ځکه بايد نن په موږ باندې زړونه وسوزوئ ؛ تر څو يې موږ سبا پر تاسو وسوزوو.
















