د يوې مور خبرې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژړا کړ !

لیکوال : محمدامارتي

خضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فرمايي : چې یو ځل موږ د پیغمبر علیه السلام سره په غزاء کښې شریک وو نو موږ په یوه قوم باندې تېرېدو هغوی پوښننه وکړه چې : تاسو څوک يئ ؟
نو صحابه کرامو ورته اوفرمایل : چې موږ مسلمانان يو .

په دې قوم کښې یوه ښځه وه د هغې سره په غېږ کښې یو وړوکی بچی هم وه هغې په یوه کټوی ( لوښي) پسې اور بلولو چې کله به د اور لمبې پورته شوې نو دې (ښځې) به دا خپل بچی ددې اور د لمبې څخه بل طرفته کړو [ددې لپاره چې د اور ګرمايش ورباندې ونه لګيږي ]

چې کله دې ښځې ته معلومات وشول چې دلته نبی کریم صلی الله علیه وسلم راغلی دی نو داښځه نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته راغله او پوښتنه يې ترې وکړه چې : ته رسول الله يې ؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: هـو .
هغې بیا پوښتنه وکړه چې :
زما مور او پلار د له تا قربان وي ایا الله جل جلاله ډیر رحم کوونکی ذات دی ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې :
هـو . الله جل جلاله ډیر رحم کوونکی دی .

هغې بیا پوښتنه وکړه چې :
ایـا؟ الله جل جلاله په خپلو بندګانو باندې د مور څخه زیات مهربان دی ؟
نبی کریم صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې :
هـو. الله جل جلاله په خپلو بندګانو باندې د مور څخه زیات مهربانه دی .

هغې ښځې بیا پوښتنه وکړه چې :
مور خو خپل بچي په اور کښې نه اچوي ؟ (یعنې الله جل جلاله څنګه خپل بنده ګان په جهنم کښې اچوي؟)
نـو نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژاړه شو بیا يې خپل سر راپورته کړ اوويې فرمایل چې :
اِنَ اللهَ لَایُعَذْبُ مِنْ عِبَادِه ِاِلَاالْمَارِدُالْمُتَمَرِْدُ .
بېشکه الله جل جلاله په خپلو بندګانو کښې هيچاته ( دائـمـي) عذاب نه ورکوي مګر هغه کس چې ډیر زیات
سرکشه وي په ګناهونو زړاوروي .
یعنې هغه بنده ته به دائمي عذاب ورکول کيږي چې زیات سرکشه وي او په ګناهونو زړاور وي یعنې هېڅ پروا يې نه لري.
رواه ( ابن ماجه. مشکوة)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button