له وحشي اشغالګرو څخه مننه کول په څه معنا؟
لیکوال: حمزه حسیني
کفارو تل هڅه کړې تر څو د وحشت، ظلم، دهشت او ستم په استعمال سره اسلامي هیوادونه تر خپل تأثیر لاندې راولي او د یو څو نمایشي چیغو په توسط د اسلام او مسلمانانو بېخ کندي وکړي او خپل منسوخ شوی دین په اسلامي ټبر کې خپور او رائج کړي.
د کفارو دسيسو او فرېبونو دا ثابته کړې چې هیڅکله به د مسلمانانو خیرخوا نه شي، بلکې بر عکس به ټوله پر مختللې ټيکنالوژي د مسلمه امت په خلاف استعمالوي، تر څو خپلو شومو موخو ته پراخ لاس رسی ولري او په اساني سره خپل زهرجن قانون د مسلمانانو په هیوادونو کې پلی کړي.
د کفارو وحشت چې نن سبا یې په پراخه کچه په اسلامي هیوادونو شروع کړی بیا هم د دغو مظلومو هیوادونو څه افراد چې د اسلام زرینه عقیده یې د مادیاتو په مقابل کې لولپه کړې، د هغو وحشي کفارو شکر ګزاریانې کوې کومو چې د مسلمانانو په وژلو خوند اخیستی او دغه وژنې یې د افتخار په توګه تر سره کړي.
څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني استرلیا ته په یو سفر کې د هغو مردار شویو استرلیایي ځواکونو څلي ته د ګلانو ګېډۍ د مننې په حیث تقديم کړې، کوم چې په ګران هیواد کې د طالبانو لخوا مردار شوي و. یاد ولسمشر استرلیایي چارواکو ته دا اطمنان هم ورکړ چې ستاسو د ځواکونو قربانۍ به د افغانستان ښځه، نر، سپین ږيري او ماشوم هیڅکله هېرې نه کړي او مننه درنه کوي.
بل خوا نن افغان سفیر (حمدالله محب) هم په واشنګټن کې د هغو امریکایي عسکرو مننه وکړه چې په افغانستان کې د جنګ نه وروسته امریکا ته ستانه شوي و، نوموړي زیاته کړې چې د امریکا د ځواکونو په راتګ سره زمونږ هیواد کې مثبت بدلونونه راغلي. نوموړي زیاته کړې چې:
«زه نن خاص په همدې خاطر راغلی یم چې امریکايي عسکرو ته اطمنان ورکړم چې زمونږ هیواد ته د دوی په برکت څومره لویه فایده رسیدلې، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ستړیاوې او قرباني نه ضایع کیږي».خو نوموړي هغه فائدې نه دي ذکر کړي چې د امریکایي ځواکونو په قربانيو راغلي.
افسوس نن د وحشي اشغالګرو په ټولو ظلمونو باندې سترګې پټې شوې، ټولو وحشتونو ته یې د جواز زمینه سازي وشوه، او د صلیبي جنګونو دوام ته یې بهرنیان یو ځل بیا را وپارول افغان سفیر وایي: «په افغانستان کې حالات پوره سم نه دي، ښايي راتلونکی کال مشکلات پیدا شي، خو شکرګزار یو د هغو امریکایانو چې په افغانستان کې په روزنه او قربانیو مصروف دي».
دا چې د هیواد له پلورل شویو اشخاصو داسې څرګندونې تر سترګو کیږي نو ولې به غربیان په مظلومو اسلامي هیوادونو جرأت نه پیدا کوي؟ په امریکا کې د افغانستان د سفیر د څرګندونو په جواب کې سور مخي صلیبي ځناور (اوسټن بانډ) داسې وینا وکړه:«دا چې دوی نن دلته راغلي دي او زمونږ شکرګزاري ادا کوي، زمونږ لپاره د ټولې دنیا ارزښت لري».
اوس تاسې قضاوت وکړئ چې له وحشي اشغالګرو څخه مننه کول به په څه معنا وي؟
