هغه افغان چې تاریخ یې بدل کړ!
جواد څارګر
سرک ته څېرمه یوه خټینه مدرسه وه، داسې مدرسه چې دیوالونه یې د اور لوګیو تک تور اړولي ول؛ په دې مدرسه کې یو څو ببر سري او پښې یبله طالبان، د دنیا او مافیها نه ناخبره لګیا ول ‘قال الله او قال الرسول’ یې وایه.
مېړنیو افغانانو یوه نیمه لسیزه له سرو روسانو سره ډغرې ووهلې، داسې ډغرې چې د نړۍ جغرافیه یې پر بله واړوله مګر یو څو بې وجدانه او شرمېدلیو وګړو دخپلو شخصو ګټو او هوسونو د اشباع لپاره، د افغان ملت پر تاریخي مېړانه خاورې انبار کړې، د همدې تاریخ ساز او ویاړلي ملت شتمنۍ یې چور ـ تالان کړې، افغاني تراث یې په بهرنیو موزیمونو وپلورلې او چې هر څه یې لوټ کړل، د ملت د نوامیسو په لوټلو پسې پایڅې یې بډ وهلې.
د مدرسې تر څنګ لویه لاره ده، او د لارې پر سر مدرسې ته نږدې د همدغو لنډه غرو یو پاټک جوړ دی، کوم چې د افغان غیور او قهرمان ولس د مېړانې سوداګر دي
پر همدې پاټک د یوې افغانۍ خور توهین روان دی، ناتاره کریغو د مدرسې دطالبانو توجو ور واړَوله، کریغې ورو ـ ورو زیاتیږي او لېږه شېبه وروسته، د بېوسه خورکۍ چیغې د شپې په تورو تیارو کې ورکېږي.
په سبا د مدرسې طالبان پر ټوله کیسه پوهېږي او عهد کوي چې سر له ننه به د افغان ولس د هوساینې او بقا لپاره ګام پورته کوي.
د خټېنې مدرسې طالبان د داسې چا په قیادت کې خوځښت پیلوي چې نه د دنیا له عصریت سره اشنا دی، نه یې له شیطانت سره، نه توپ لري نه تُفنګ، تنها د توکل محض غږ پورته کوي او د همدې توکل پر مټ په نړۍ ځلېږي.
افغان ولس هم یو انتخاب کوي؛ داسې انتخاب چې ګرده نړۍ ورته ګوته پر غاښ کېږي.
په یو داسې بېچاره انسان پسې اقتدا کوي چې نه کوم عصري او ماډرن کور لري، نه کوم دوه جریبه مجهز او پُر سکونه سالون، او نه په نړیوالو بانکونو کې ډالري اکاؤنټونه.
د افغانانو دغه انتخاب مبارک انتخاب و، داسې مبارک انتخاب چې د افغانانو په حماسي تاریخ کې یې دشهامت یو بل باب ور اضافه کړ
په لېږه موده کې یې پاشلی او وېشلی هیواد بیا ځل سره راغونډ کړ، وحشتونه، نفرتونه او تربګنۍ له منځه یوړې او افغانانو ته یې د ارام او پُر سکونه ژوند زمینه برابره کړه.
دا مبارک انتخاب څوک و؟
د اوسني پېر اتل او تاریخ ساز شخصیت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله و.
چا چې د افغان ملت تاریخ ته تغیر ورکړ، چا چې محکوم اسلامي امت ته دمېړانې جرأت ورکړ، چا چې دبدر او اُحد دغازیانو یاد تازه کړه، چا چې نړۍ ته وښوده چې اسلامي اخوت یعنې څه؟
چا چې دنړۍ تمام کفري ځواک ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې او کفري پرګنۍ یې په رواني ناروغۍ اخته کړې.
هو؛ بې له شکه چې اتل و، بې له شکه چې په محض توکل پاڅېدلای و، دهیواد له یوه کونجه را پورته شو او پر تمامه نړۍ وځلېدو.
غریب امیرالمؤمنین و، غریب رهبر و، غریب قاید و، او له شل کلن مقاومت وروسته هم په خړه جونګړه کې په ډېر غربت سره وفات شو.
رحمه الله رحمة واسعه!



