ع، خاموش
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند بیل سیلوان تیره ورځ په کابل کې یوه خبري غونډه درلوده چې پکې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم ګډون کړی و. غونډه په افغانستان کې د روانو حالاتو د جاجونې په اړه جوړه شوې وه، چې په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ ماموریت ویاند بیل سیلوان د روسیې د نوو هڅو څخه اندیښنه وښودله ویې ویل:
له طالبانو ملاتړ په سیمه او افغانستان کې د هیچا په ګټه نه دی او هر ډول اړیکې چې وي باید د افغانستان له قانوني حکومت ونیول شي. د روسېې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا سخروف تیره میاشت ویلي و چې په افغانستان کې یې د سولې په موخه هڅې پیل کړې دي له طالب مشرانو سره د اړیکو په نیولو به هغوې سولې ته وهڅوي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځونو قوماندان جنرال نیکولسن او د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند بیل سیلوان دواړه په یو نظر دي. دوی دا اندیښنه لري چې که روسیې یو ځل بیا افغانستان ته د طالبانو سره د اړیکو او سولې په نامه پښې را اوږدی کړې؛ نو په افغانستان کې د امریکا پاتې اهداف به تر لاسه نه کړل شي.
د بلې خوا د د فاع وزارت ویاند دولت وزیري په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل:
د ګاونډیانو په شمول روسیه، ایران او د سیمې هیوادونه چې غواړي په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي د ترهګرۍ سره مبارزه وکړل شي باید د افغان حکومت سره مرسته وکړي.
روسي چارواکو د افغانستان سره هم د مرستې ژمنې کړې دي او آن تیر کال یې ورته لس زره کلاشنکوف هم ورکړل او د نورو مرستو ژمنه یې هم روسیې ته د ملي امنیت د سلاکار، حنیف اتمر د سفر پر مهال وکړه؛ خو امریکا چې په افغانستان کې د روسیې د لاس را اوږدیدو کومه اندیښنه لري هغه مستقیما نه شي څرګندولی په یوه او بل نوم یې افغانستان ته د لاسونو را اوږدیدو مخالفت کوي.

















