(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۹) الماس خدرخېل
د سعودي جارواکي وايي، حوثي شيعه مليشو يو ځل بيا د سعودي عربستان د نجران ښار په مربوطاتو کې د توغنديو بريدونه کړي چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د دغه ښار د ملکي خونديتوب اداره وايي، حوثي ياغيانو د په ملکي ميشتو سيمو راکټي بريد وکړ، چې له امله يې ۱ تن وژل شوی او ۳ نور سخت ټپيان دي.
د دوی په وينا په پېښه کې وژل شوی کس د هندوستان وګړی دی.
د دغه ادارې چارواکي وايي، يادو بريدونو ځايي خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.
تر دې مخکې هم د يمن له خاورې حوثي ياغيانو پر سعودي عربستان راکټي او توغندويي بريدونه کړي دي.
څه موده مخکې حوثي ياغيانو ويلي و چې پر سعودي يې د بالستيک توغندي وارونه کړي، خو سعودي چارواکي بيا وايي د دوی ياد توغندي يې په هوا کې خنثی کړي او له کاره غورځولي دي.
وخت ناوخت حوثي شيعه مليشې پر سعودي عربستان راکټي بريدونه کوي او د دغه هېواد د نجران ښار ځينې ملکي او نظامي هدفونه په نښه کوي.


















