ولي اسلام ښځي د پردې شاته پټي ساتي او د هغو سپکاوی کوي؟

ليکنه: احمدمرید فقهي

دبې دینولاندنۍ پوښتني ته جواب

ددې دمخه چي د حجاب او د ښځو پر درنښت او سپکاوي باندي بحث وکړو، اړینه ده چي د اسلام د راتګ څخه مخکي د ښځو ددرنښت او سپکاوي حالت په نورو تهذیبونو کي په لنډ ډول بیان کړو.

۱: د بابیلونیانو په تهذیب کي د ښځو حالت: په دې تهذیب کي ښځه د یوه پاتي شوني موجود په څېر ګڼل کېده. د بابیلونیانو د قانون سره سم که ښځو د خپلو حقوقو غوښتنه کړې وای، غوښتنه یې ردېدل، ان چي که یوه سړي مړی یا قتل کړی وای نو ددوی د قانون په اساس د قاتل نارینه پر ځای به د هغه ښځه وژل کېده.

۲: د یونانیانو په تهذیب کي د ښځو حالت: دا تهذیب چي خپلو پیروانو ته ډېر نږدې او د پاملرني وړ وو، ښځینه به د خپلو حقونو څخه محروم ګڼل کېده. ښځي ته د انسان څخه د کښته مخلوق په سترګه کتل کېده، آن چي د یونانیانو په فلسفه کي ښځي ته د( پنډ وران)په نوم ویل کېده چي د بدبختي ریښې معنی ورکوي. د ښځو مقام د نارینه وو په نسبت ټیټ وو، زناکاري او فحاشي د ټولو یونانیانو په هره طبقه کي منظم تمرین ګرځېدلی وو.

۳: په رومي تهذیب کي د ښځو حالت: په هغه وخت کي چي د رومي تهذیب خپل لوړ برم ته رسېدلی وو، نارینه حق درلودئ چي خپله ښځه ووژني. زناکاري او بربنډتوب یو عام کار ګرځېدلی وو.

۴: د مصریانو په تهذیب کي د ښځو حالت: په دې تهذیب کي ښځه د شیطان نښه بلل کېده، آن چي ټولو به خپل تاوان ګڼئ.

۵: د اسلام وړاندي په عربي تهذیب کي د ښځي حالت: جهال عربو ښځي ته په ډېر ټیټ نظر کتل، حتی کله به چي د چا لور وزېږېده، نو ژوندۍ به یې ښخول.

په اسلام کي د ښځي حالت: اسلام د ښځو مقام او درجه لوړه وساتل، هغې ته یې حقوق ورکړل، د هغې د موقف د ساتني غوښتنه یې په کلکه وکړل، تر دې چي نارینه یې د هغو بې شرمه کتلو څخه هم منع کړ کوم چي یوې ښځي ته به یې په کتلو کي بې شرمه فکرونه پیدا کېدل.
[سُوۡرَةُ النُّور : 30]

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ

[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه ؤ ته ووايه: چي خپل نظر تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي.
قرآن پاک سورة النور ۳۰ نمبر ایت
نه یوازي دا چي نارینه یې د کتلو څخه بند کړي دي، بلکه ښځو ته یې هم جلا خطاب کړی دئ.

د ښځي د پت، درجې، پاک لمنۍ او موقف ساتني لپاره دا ډېره مهمه ده چي هغه دي د پردې شاته پټي وساتل سي، که نه نو ښځه به خپل هغه مقامونه چي اسلام د مور، خور او مېرمني په پاکو نومونو نومولې ده، له لاسه ورکړي.
حجاب یا پرده ده چي ښځه د انساني اخلاقو او خویونو تر چتر لاندي نیسي. د هغې حیا او شرم خوندي ساتي او هغه د ځوروني څخه په امن کي ساتي.
همدا د حجاب یا پردې برکت دئ چي نن ورځ د وژني، اخلاقي فساد، ویني تویولو، ستونزو او ….. ګراف راټیټ سوی دئ.
که په یوه ټولنه کي حجاب رعایت سي، په حقیقت کي به پورتني ټول مسائل له منځه ولاړ سي.
ددې څېړني څخه په ډاګه کیږي چي آیا اسلام ښځو ته سپکاوی کړی دئ او که نورو غربي تهذیبونو او ټولنو؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button