(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲) الماس خدرخېل
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د هوايي بريدونو پر مهال ۲۸ داعش وسله وال وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې ياد شمير داعشيان يې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د حمزه په نوم په پيل شويو عملتياتو کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د هسکې مينې د ارغچ په سيمه کې د داعش وسله والو يو مرکز کې ۹ تنه وژل شوي او په خبره يې چې د اچين ولسوالۍ په مامند سيمه کې هم د هوايي بريد پر مهال ۱۹ داعش وسله وژل شوي دي.
هغه وويل، د دغه ډلې پرضد به په نورو ولسواليو کې هم پوځي عمليات وشي.
عطاءالله خوږياڼی وايي، په اچين ولسوالۍ کې تر هغه بمي بريد وروسته په نورو ولسواليو کې هم د داعش ډلې د وسله والو پرضد پوځي عمليات شوي دي.
د نوموړي په وينا وژل شويو داعشيانو کې ډيری بهرني اتباع دي.
تېره اوونۍ امريکايي ځواکونو د اچين په اسدخېلو تنګي سيمه کې تر ټولو غټ بم (د بمونو مور) وغوځولو، چې د چارواکو په وينا پکې شاوخوا اتيا تنه داعش وسله وال ووژل شول.


















