ملا محمد عمر مجاهد ته!

سهار څارګر

ﺍی ﺩ ﺗﺎﺭیخونو ﻭﻳﺎړﻩ!

ﺍﯼ ﺩ ننګوﻧﻮ او اتلولیو دنګ ﻣﻨﺎﺭﻩ!

ﺍﯼ ﺩ ﺷﺠﺎﻋﺖ ﺍﻭ ﻣﻴړﺍﻧﻲ هسک څلیه!

ﺍﯼ د ﻏﻴﺮﺗﻮﻧﻮ ﺍﻭ کارنامو ﺍﺳﻤﺎنڅکیه!

ای د وخت بت شکنه ابراهیمه!

ﺍﯼ ﺩ ﺧﻮږﻭ ﺯړﻭټکوره!

ﺍﯼ د ﻣﻈﻠﻮﻣﺎﻧﻮ د ﺍﻭښکو ﭘﺎﮐﻮﻧﮑﻴﻪ!

ﺍﯼ د ﺍﺳﺘﻘﻤﺎﺗﻮﻧﻮ ﻟﻮړﻩ ﭘﺎﻣﻴﺮﻩ!

ای د اسلامي امت د برم سرتاجه!

ای د پاشلي امت د وحدت سالاره!

ای د مړاوي امت د بیا ژوند روحه!

ﺍﯼ ﺩ اسلامي امت ﺩ ﭘګړۍ ګله!

ته وې چې اسلامې پاشلی امت دې راټول کړ.

ته وې چې د اسلامي امت برم دې بیا ژوندی کړ.

ته وې چې د اسلامي امت مړاوې هېلي دې را ژوندی کړې.

ته وې چې د اسلامي امت د یتیمانو اوښکې دې پاکې کړې.

ته وې چې د اسلامي امت د کونډو د سر پړونی شوې.

ته وې چې د اسلامي امت د مظلومانو اه دې واوریدلو.

ته وې چې د اسلامي امت لویدلی عزت دې یو ځل بیا ور په برخه کړ.

ته وې چې د نړۍ پر مخ دې یو ځل بیا له نبوي انقلابه واخله تر عثماني انقلابه پورې ګرد انقلابونه بیا را ژوندي او د هغوی یو رېښتینی ترجمان شوې.

ته وې چې ایوبي دې بیا خلکو ته وریاد کړ.

ته وې چې زنګي دې بیا پرخلکو وپیژانده.

ته وې چې د اسلامي امت هرسالار چې تاریخ پخپله حافظه کې ساتلي ول امین او ریښتینی خلف شوې.

ته وې چې د احمدشاه، محمود، د مرویس او د افغاني اتلانو ریښتینی بچی او امین وارث دې ځان جوړ او د دوی هیر کړی تاریخ دې نړیوالوته بیا په پوره میړانه اوجرآت یو ځل بیا وریاد کړ.

اسلامي امت ستا پوروړی دی.

اسلامي امت ته به داسې تاجونه رب ورکړي خو وخت به ونیسي.

اسلامي امت به تا هیڅکله هیر نکړي.

ته زموږ په زړونو کې یې.

ته زموږ په فکرونو کې یې.

ته زموږ سره یې.

ته به زموږ سره وي.

تا نه هیروو.

ته به هیڅکله هم هیر نشي.

تا خپل ځان د تاریخ په سپيڅلي پاڼه کې په زرینو کرښو ثبت کړی دی.

ﺧﻮ ﺍﯼ ﺍﺗﻠﻪ!

ﻣﻮږ دې ﭘﻪ ﻓﺮﺍﻕ ﺧﭙﻪ ﻳﻮ

ﻣﻮږ دې ﻫﺠﺮﺍﻥ ﻭځپلو

ﺯﻣﻮږ ﺯړﻭﻧﻪ ﺳﺘﺎ د ﺑﻴﻠﺘﺎﻧﻪ ﺩ لښکر ښﮐﺎﺭ ﺷﻮﻝ.

ﺧﻮ ګرﺍﻧﻪ ﺍﻭ سپیڅلیه امیرﻩ!

ﺯﻣﻮږ ﻗﺎﻓﻠې ﺑﻪ ﺳﺘﺎ د ﻗﺪﻡ ﭘﻞ ﻭﻫﻮنکې ﻭﻱ.

ﺳﺘﺎ تګلاﺭﻩ ﺑﻪ د ﺩﻭﯼ تګلاﺭﻩ ﻭﻱ.

ﺳﺘﺎ ﺭﻭﺯﻟﻲ ﺯﻣﻮږ ﻟﭙﺎﺭﻩ بس دي.

ﻣﻮږ ﭘﺮﺗﺎ ﻭﻳﺎړﻭ!

ﺗه ﺯﻣﻮږ ﺳاﻼﺭ ﻭې!

ﺗﺎ ﻣﻮږ ﺗﻪ ﻫﻐﻪ څه ﭘﺮېښودﻝ چې

ﺗﺎﺭﻳﺨﻮﻧﻪ ﺑﻪ یې ﭘﻪ ﺳﺮﻭ ﺯﺭﻭ ﻭﻟﻴﮑﻲ

ﻗﺮﻧﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﻲ ﭘﻪ ﭘﻴړﻳﻮ ﭘﻴړﻳﻮ ﻳﺎﺩ ﮐړﻱ.

ﺗﻪ ﻣﻪ ﺧﭙﻪ ﮐﻴږه!

ﺳﺘﺎ ډلې ډلې ﮐﺎﺭﻭﺍﻧﻮﻧﻪ ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺳﺘﺎ ﺩﻱ

ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺳﺘﺎ ﭘﺮ ﭘﻠﻪ ﺭوان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button