طالبان ټوکې نه کوي


جواد څارګر

پر شاهین قول اردو استشهادي برید د مزدورو عسکرو پر ضد، د طالبانو په بریدونو کې کابو تر ټولو توند برید و.
د بلخ برید د طالبانو له لوري تعرضي برید و، یا په بله اصطلاح دطالبانو غچ و چې له مخالفینو یې واخیست.
تر دې وړاندې طالبانو په مکرر توګه له عسکرو غوښتي چې له خپلو اوږو دې، دغرب مورچلې نه جوړوي، او نه دې دغرب دشومو موخو دتحقق لپاره، دغربي جنرالانو په نغوته دخپلو افغانانو پر ضد ګولۍ چلوي.
له بده مرغه چې افغان ځواکونو! نه یواځې دا چې دطالبانو درد یې درک نه کړ، بلکې په پرلپسې توګه، دطالبانو پر ضد درانه عملیات پر مخ وړي، او حتی دشهید شویو طالبانو جسدونه په پوځي ګاډو پورې تړي، کشوي، بیا ورسره انځورونه کاږي او رسنیز کوي یې.

شاهین قول اردو دهیواد په شمال کې دطالب مجاهدینو پر ضد دعملیاتو مشري پر غاړه لري، او آن دشپنیو عملیاتو پروګرام له همدې ځایه سرچینه اخلي.
په دې وروستیو کې دطالبانو دوه والیان په شهادت ورسېدل؛ ددوی دواړو دشهادت پلان له همدې ځایه ترتیب شوی و، او دهمدې قول اردو عسکر، ددوی دشهادت په عملیاتو کې شریک ول.
دا چې دکندوز د والي دشهادت په اعلامیه کې طالبانو دغچ اخیستلو هوډ کړی و، هغه یې په بلخ کې رښتیا کړ او دشاهین پر نوم قول اردو یې کابو په کنډواله بدله کړه.

دبلخ خونړی برید چې ورکې سلګونه عسکر قتل او زخمیان شول، دبلواکې ادارې چارواکو، او ددوی ناپوهه عساکرو ته یوه خاموشه ګوتڅنډنه وه
طالبانو دوی ته وښودله چې موږ هر وخت او هر ځای کولای شو، ددوی کمربندونه مات کړو، دفاعي سسټم یې وننګوو او په خورا اسانۍ سره ددوی کرایه عساکر ووژنو.
همدا لامل دی چې طالبان په مکرره توګه له عسکرو غواړي چې له خپلو دندو لاس پر سر شئ
تاسو فقط دسون مواد یاست، او نړیوال او داخلي سوداګر مو دلته دجګړې لپاره په رغوَل شویو بټیو کې دسنګ زغال په څېر کاروي.
دنظام عسکر چې ډېری یې دیو څو افغانیو دپیدا کولو لپاره عسکرۍ ته تللي، واقعاً دترحم وړ دي، او طالبانو هم تر ډېره پر دوی له ترحم او عاطفې کار اخیستی، مګر ددوی له لورې تل احمقانه تعامل او عارفانه تجاهل دطالبانو غصې وپاروي، چې دعسکرو لپاره په خسرالدنیا والآخره منتج شي.

د اردو عسکره؛ لا هم سرِ وخت دی، کولای شې خپلې اوږې له پردي ټوپکه سپکې کړې، دورور پر ضد دپورته کړي ټوپک شپېلۍ ماته کړې او دهیواد په کوم واټ کې دحلال رزق درک وکړې.
ته په دې جګړه کې دسنګ زغال حیثیت لرې، دسترو ټېکدارانو دګټو لپاره سوځول کېږي او له خواږه ژونده بې برخې کېږي
دا جګړه ستا نه ده، او ستا دګټې هم نه ده، ددې جګړې لپاره تاته درواغجنه روحیه ځکه درکولای کېږي چې ژر اور واخلې.
ته لېږ پر خپل چاپېریال نظر وځغلوه او بیا دې خپله مبارزه! وارځوه چې ته دچا پر ضد جنګېږې، څوک وژنې او پر چا توپونه وروې؟
ته پر همهغه کلي توپونه نه وروې چې تا ورکې خاپوړې کړي؟
همهغه مسجد نه بمباردوې چې تا ورکې الف، با، تا، ویله؟
همهغه ملا او طالب نه وژنې چې ستا په درد، غم او خوښۍ کې به له هر چا وړاندې، درته ولاړ و او پر شونډو به یې خوږه موسکا خپروه؟

د اردو عسکره؛ ترڅو به ځان په دوکه کې ساتې، او دکرایه قاتل دنده به پر مخ وړې؟
که پر ځان دې رحم نشته، په افغان رحم وکړه
په دې وران افغانستان رحم وکړه او دغربیانو له چوپړه لاس واخله.
طالبان ټوکې نه درسره کوي، که یې یو وار شونډې درته وژوولې بیا دې سابه سم در په مالګه کوي
دا چې درته غلي دي، دا یې زړه درد درباندې کوي، غولیدلی دې ګڼي، احمق دې ګڼي، دتېښتې موقع درکوي او ته لکه دبازار لیونی هر ملا او طالب په تېږو ولې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button