څوک شته دغه ماشوم ته ځواب ورکړي؟؟؟

سید زبیر هاشمي

یو ماشوم راغی مور خواته  کیانسته ورته يې وویل:  مورجاني ! رحیم ګل  ته يې پلار کالي او لوبي شیان اخستلي دي ، زما پلار چیرته دي ؟ چې ماته هم کالي واخلي .

مور : زړګيه په سفر تللی دي .

ځوی : کله راځي ؟

مور : هغه خو نه راځي بیا موږ ورپسي ځو.

ځوی : تره مې ولي موږ کره نه راځي ؟ دګل ولي تره  ، ګل ولي ته ښه ښه لوبو څیزونه راوړي  .

مور: ځوی جانه ګل ولي خو پلار کور کې ده ، هغه خوا ته ګل ولی تره راځي او ځان سره څیزونه هم ورته راوړي .

ځوی : مور جاني نن زموږ خوا ته نیا نه بغیر هیڅ  څوک رانغلل  او دا نور خلکو کره ډلی  ډلی خپلوان ځي او راځي .

مور يې خو په زړه سورې ، سورې ده ، خو بچې ته ځان نه ښايې، پدې وخت کې یې په سترګو غټي غټي اوښکې راغلې .

ځوی : مورې ولي ژاړي؟

مور :  ژړامې له همدې  وجي نه راغله، چې موږ کره خلک نه راځي ! خو کیسه ورته څرګنده نه کړه .

ځوی : مورې دا اختر څه شي دی ټولو خلکو کره تللی دی نوي ، نوي کالي ورته ورکړي دي چاته يې څاروي ورکړي ؟ موري خلک له خولي داسي اورم ،  ما د اختر جامي اغوستي دی ، دا دې اختر څاروی ده او زما زاړه کالي دی څاروی هم کور کې نه لرو.

داختر موږ نه ولی خفه ده؟  ماته يې نه جامي راوړي دي او نه څاروی.

مور: نه ځوی جانه اختر موږ نه خفه نه دې،  اختر موږ کورته راغلی خو پلار دې نشته چې دغه شیان ترې واخلي .

مورې جاني! مولوی صاحب ویلې چې غریبان او یتیمان په دې خوشحالیو کې ځان سره یوځای کړئ ، خپلو بچوته چې څه اخلی هغوی ته یی هم واخلی .

بیا مولوی صاحب زما خواته ګوته ونیوله راته یی ویل چې دا یتیم دی ده سره پوره مرسته وکړي او په کور کې هیڅ څه نشته دی،  په ده ډیر خیال کوی رب کریم به درنه خوشحاله شي .

مورجاني زما نوم  خو عبدالله دي ، مولوی صاحب ولی یتیم راته وايي ؟

مور يې په ژبه ګوګې شوه هیڅ څه یې له خولی نه وتل صرف د اوښکو سیلابونه يې په مخ روان ول .

درنو مسلمانانو ورڼو: تاسي به په دې ورځو کې ښې خوشحالیاني کوي خو یو ورځ د اختر پاتي ده، خپل ګاوند کې کوم یتیم وي بچي وي هغه هم په دغو خوشحالیو کې ځان سره یوځای کړي او یتیم خواته لاړی شي پوښتنه ترې وکړی چې څه يې نه وي هغه يې پوره کړي، یتیم سره مرسته کونکی ته په دنیا کې د جنت زیر ورکړلی شوی دی.

 یتیم په خدمت کې ښه کوښښ  وکړئ  چې دغې زیري څخه برخمن شئ او د جنت هغه ډیری خوشحالیانې ترلاسه کړئ  .

رسول  الله صلی الله علیه وسلم  فرمایي زه او دیتیم کفالت کوونکی، (مرسته کوونکی) به جنت کې داسي یو،  اشاره وکړه د تشهد ګوتي ته او ورسره نزدې منځني ګوته،  یعني په جنت کې به نزدي یوځای وي .

أَنَا وَ کافِلُ الْیَتِیمِ فِی الْجَنّهِ هَکذا- أَیْ مُتَجَاوِرَیْنِ- وَ أَشَارَ بِأِصْبَعَیْهِ السَّبَابَه وَ الْوُسْطى (رواه البخاری)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button