(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۶) الماس خدخېل
د روسيې يوه جنګي میګ ۳۱ ډوله الوتکه د چيتې سيمې نه د ۱۲۰ کيلومتره لرې نسکوره شوې ده.
د روسيې د دفاع وزارت د الوتکې نسکورېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، په ياده الوتکه کې دوه پيلوټان سپاره وه چې دواړه د پراشتونو په واسطه ژغورل شوي دي.
چارواکي وايي، چې یاده الوتکه د هیواد به بوریتیا پولیګون سیمه کې رالوېدلې او په خبره يې نورو چورلکو یې دپيلوټانو په ژورغلو کې هم مرسته کړې او د پېښې ځای ته يې په چټکۍ سره ځانونه رسولي دي.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو علت نه دی معلوم، خو د روسيې د هوايي ځواکونو چارواکي وايي دوی د الوتکې د لوېدو د څرنګوالي په اړه پلټنه پيل کړې ده.


















