عبدالرحمن ذکي
تیروتنه دانسان یوطبيعي اړخ ده. هرڅوك تير وتنه ترسره کوي، خو بیا بيا تیروتنه په انسان کې د تکامل جوهر له منځه وړي. انسان باید خپله تیروتنه درك کړي.هر انسان د بل انسان لپاره د آیني په څير ده، چې د خپلو تیروتنو انعکاس پکې ویني.
انسان په اساني سره د حق او باطل ترمنځ توپیر نشي کولای، او د يو لړ تیروتنو مرتکب ګرځي. په تدریجي ډول د بيلابيلو تيروتنو او يا تجربو څخه ډک یو قوي ځواک ترلاسه کولای شي. تر څو د دې ستونزو د ماتولو په وړاندې د باور لړۍ رامنځته کړي. خو د دغو تيروتنو څخه د خلاصون لپاره کلك هوډ او استقامت ته اړتیا ده.
همدا راز په عملي ژوند کې له بیلا بيلو منفي تیروتنو څخه نه زدکړه، انسان د ناکامۍ په ایبولا اخته کوي. له مثبتو تیروتنو زده کړه به د کامیاب ژوند په لور ستر قدم وي؛ د رښتیني ژوند تيرولو لپاره به له هغو تېروتنو څخه زده کړه ځانګړی بدلون رامنځته کړي. او انسان هغه بدلون ته اساسي ضرورت لري؛ هر انسان په انفرادی او ټولنیز ژوند کې له یو لړ نيوکو سره مخامخ کیږي.
ځینی وخت یوه وړه تیروتنه د ناقد يا حسد کونکي لخوا په یوه لویه مبارزه بدله شی، چې هغه د مقابل لورې په شخصیت او د هغه په ځانګړي نیت او په عملي کړنو پوری تړاولری. انسان باید په خپل عملي ژوند کې د اهدافو پياده کولو لپاره د مقابل لورې هر ډول عکس العمل د زغملو لپاره جدي غبرګون وښيي او د خپلو تیروتنو دتصلیح لپاره مټې را بډ وهي، تر څو د بغض، حسد لرونکي او يا له منفي ډوله اشخاصو د غلطې پريکړې عملي کولو څخه ځان وژغوري.
په ټولنه يا چاپيريال کې هر قسمه افرادي قوت موجود وي، چې انسان باید له هغوی سره په خپل ورځني ژوند کې د قواعدو او د اصولو له مخي ښه ژوند ترسره کړي او د ښه ژوند تیرولو لپاره په انفرادي او ټولنيز نظام کې ځانګړي اصول او مقررات جوړکړي تر څو د مقابل لور د حسد، کينه او يا منفي افکارو د غبرګون مخه ونيسي، او د هغوی نیوکو او ګوت څنډنو ته ځانګړی ځواب پيدا کړي. همداراز د مقابل لورې څخه د حسد او يا کينه کولو په ترڅ کې چه کومه تیروتنه ترسره کيږي د هغې په درک او زغملو سره ورو ورو ستا تيروتنه ورکیږي.
د نورو د اصلاح په تړاو ستا اصلاح منځ ته راځي. په ټولنيز چاپيريال کې که يو څوک د چا په شخصي موضوعاتو کې لاس وهنه کوي او د هغه په کړنو نيوکي کوي د داسې بار بار نیوکو په ترڅ کې د انسان اجتماعي، سياسي او ټولنيز بصیرت له منځه ځي.
په داسي حال کې انسان په خپله تیروتنه نه پوهیږي او د نورو ښيګڼي ورته تیروتني ښکاري.
هيڅوک هم د ښه او بد تر مينځ توپير نه شي کولای او د خپلو تيروتنوڅخه زده کړه يو ناشوني عمل ورته ښکاريږي.
له بده مرغه دغه ډول سلوک په انفرادي او ټولنيز ژوند کې د اړيکو تر منځ سمون نشي راوستلای اوپه ټو لنه کې د ښه والی او يا د ښه سيرت جوهر له منځه وړي.


















