(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۷) الماس خدرخېل
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، روسيه د طالبانو ملاتړ نه کوي او په خبره يې چې له دوی سره د وسلو او مهماتو مرستې هم نه کوي.
حامد کرزی چې د نړيوال امنيت په کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی، له انټرفاکس خبري آژانس سره په خبرو کې يې د امريکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې وايي، روسيه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، د امريکا متحد ايالتونو پرلپسې تورونه پورې کوي، چې روسيه په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي.خو کرزي ويلي، دا خبرې رښتيا نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امريکا د دفاع وزير په افغانستان کې د روسيې له خوا د طالبانو د ملاتړ په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.
له دې مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت هم په وار وار د افغان او امريکايي چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي .


















