س. سيرت
په افغانستان کې د غلامو کمونستانو د غوايي د اوومې د کودتا راپدېخوا د وينو بهير پيل شوى دى چې له هغې ورځې پر افغانانو بدې ورځې پيل شوې دي تر نن پورې دوام لري؛ او خداى خبر چې تر څو به دا افغان بې ګناه او جګړو ځپلې ولس، د کمونستانو د غوايي د کرغيړنې کودتا په اور کې سوځي.
د کومې ورځې چې کمونستانو د اسلام د مقدس دين او افغان ولس پر خلاف د ثور د اوومې کودتا په نامه پاڅون پيل کړى دى، نه يواځې دا چې په افغانستان کې اسلامپاله او د اسلام پلويان او منونکي د کړاوونو سره مخ شول، بلکه د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته هم د لينن د غلامانو د نظريې په رسولو کې مسلمانان د ډول ډول عذابونو سره مخ شول، چې په افغانستان کې ټول زندانونه او ډله ييز قبرونه د تور مخو کمونستانو د جناياتو شاهدي ورکوي.
د ثور په کودتا سره د افغانستان په تاريخ کې د لينن د بچو او لمسيانو کړنې، تر څه وخته د ټوپک او ټانکونو په زور روانې وې خو دا چې افغانان تر هر چا په اسلام سر ورکوونکي مسلمانان دي د لينن د نظر د خاوندانو په خلاف يې ولسي پاڅون وکړ، چې د ولس د پاڅون په وړاندې په افغانستان کې د ګوتو په شمير کمونستانو د خپلې لينينې نظریې د پراختيا خوبونه د هغوی په وژلو تمام شول.
نه يوازې دا چې د کمونستانو پر خلاف ولسي پاڅون وشو بلکه په نړيواله کچه د کمونيزم پر خلاف ذهنونه روښانه او د کمونيزم د نظر پر خلاف يو نړيوال بدلون رامنځ ته شو، چې تر کريملين يې خوزښت ورسيد. تور مخو کمونستانو د افغانستان په مجاهد ملت د ظلم او وحشت چپه ميچنې وګرځولې. د ځپلو روسيې بادارانو په حکم او امر يې د خپل هېواد عالمان، قومي مشران، پوهان، استادان، تاريخپوهان او د ادب خاوندان څه ژوندي تر خاورو لاندې او څه يې په زندانو کې د برقي شارتونو په وسيله په شهادت ورسول.
هو! هو نن د ثور اوومه د هغې تاريخي ورځې د ١٣٥٧ ورځې سره برابره ده چې ترکي او کارملي تالي څټو، د شهيد سردار محمد داود خان پر خلاف د ارګ مخې ته د کابل د څلورمې ليوا، زرهدار ټانکونو څخه د کودتا (تورې ورځې) لومړې ډز وکړ.
د روسيې غلام، جنرال قادر هوايي ځواک چې د روسانو په مستقيمه لارښوونه يې د سردار محمد داود خان کورنۍ بمبار کړه او په ملي راډيو کې يې د کمونست ګوند اعلاميه خپره کړه، له هغې ورځې د افغانانو د بدبختیو پيل شوی دی، چې په ميلیونونو افغانان، له خپل هېواده په نورو هېوادونو کې د بې وطنۍ ژوند کولو ته اړ شول.
دا چې د ثور د کرغيړنې کودتا وروسته په افغانستان کې د مجاهد په نامه څه وشول او يا اوس د طالب او داعش په نامه کيږي د دې ټولو بدبختيو بنسټ تورمخو کمونستانو ايښې دى.
که د افغانستان په موجوده اداره کې حضور لري او که په کورونو کې ناست دي، په جوماتونو کې له مجبوريته د چل او فريب لمونځونه کوي او که له نیستۍ تسبې په لاس ګرځي؛ دا هر څه د مسلمانانو د فريب لپاره دي. دا هغه د تورو زړونو تورمخي کمونستان دي چې د ثور د ٧مې په کودتا سره يې په افغانستان کې د تباهيو، انسان وژنې او وينو بهولو پيل د کرغيړنې کودتا په پيل سره وکړ.
افغان مجاهد ملت به دا توره ورځ د تل لپاره په غندلو ياده ساتي.


















