کابل ټکی کام |۱۳۹۶، غوایی ۷- پنټاګون وایي چې په ننګرهار ولایت کې له داعش وسله والو سره د جګړې پر مهال د امریکايي ځانګړو ځواکونو دوه تنه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی.
د پنټاګون ویاند جیف ډیوس رسنیو ته ویلي چې ”تېره شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دوه تنه امریکایي عسکر له داعش وسله والو سره د جګړې پر مهال وژل شوي او یو بل ټپي شوی.“
په اچین ولسوالۍ کې اوس هم داعش په ضد د افغان او امریکایي ځواکونو عملیات دوام لري چې د افغانستان دفاع وزارت هره ورځ د لسګونو داعشیانو د وژلو ادعا کوي.


















