کابل ټکی کام |۱۳۹۶، غوایی ۷- په غور ولایت کې د اردو سرتیرو څلور تنه ترافیک ډبولي. یاده پېښه تیره ورځ ناوخته د فیروزکوه ښار په منار څلور لارې کې هغه وخت را منځ ته شوه چې ترافیکو د اردو د سرتیرو موټر د درېدلوو وویل.
عیني شاهدان وایي چې د اردو سرتیرو ترافیکي څراغ اشارې ته پام ونکړ چې د ترافیک پولیسو د ترافیکو له قانون نه د سرغړاوي له امله ودرول، خو د اردو سرتیرو له ښکته کېدو سره سم ډزې وکړې او وروسته یې په ترافیکو باندې راباندې کړې او سخت یې ډبولي.
د غور ولایت د ترافیکو مدیر یاقوت شاه وایي چې په دې نښته کې ۲ ترافیک د چړې د ګوزار له امله ټپیان شوي دي او دوه تنه نور یې سخت وهل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د ترافیکو پولیس د زورواکانو له لورې څو څو ځله ډبول شوي دي.


















