یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبانو خپل پسرلني عملیات د ”منصوري“ په نوم ونومول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 28, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
9
ځلې شریک شوی
113
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام |۱۳۹۶، غوایی ۸- طالبانو یو ځل بیا د تېر په څېر خپل نظامي پسرلني عملیات د هېواد په ټولو برخو کې اعلان کړل، او دغه عملیات یې د خپل دوهم مشر ملا اختر محمد منصور په نوم (منصوري عملیات) اعلان کړي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملا اختر محمد منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو په هره برخه کې زیات پرمختګ کړی له همدې امله یې نوي عملیات د منصوري په نوم نومولي دي.

دا هم ولولئ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

طالبانو ویلي چې روان عملیات به د نوعیت او تکتیکونو په ”بدلون سره په دوو، ملکي او پوځي برخو کې همزمان اعلان او پلي کیږي.“ په ملکي برخه کې به هغه سیمې چې د طالبانو تر لاس لاندې دي هلته به ملکي فعالیتونه زیاتیږي ”او په ټول کوښښ سره به ولس ته دسوکالۍ اوګټي رسولو په بیلابیلو برخو کې رغنده عملیات شروع کیږي.“

همداراز کومې سیمې چې د طالبانو په ولکه کې دي په نوي عملیاتو کې به ټول اداري واحدونو فعالیږي او د ولسي خلکو د حقوقي موضوعاتو د حل لپاره به پکې اداري تشکیلات په منظم ډول برابريږي.

طالبان وایي چې روان کال به د جلب او جذب هڅې زیاتې کړي او له هرې ممکنې لارې څخه به هڅه وکړي چې دولتي سرتیري له دوی سره یو ځای شي. ”د هرې ولسوالۍ پر رسمي تشکیلاتو سربیره به هلته د دعوت و ارشاد او جلب وجذب کمیسيون څانګه په خاص اهتمام فعاله کیږي او د یادې څانګې د علمي او با تجربه اشخاصو په وسیله به د دښمن له لیکو څخه د تیر ایستل شویو هیواد والو د را ایستلو او له خپل ولس او مجاهدینو سره د یوځای کولو جدي هڅی کیږي. “

دا چې لوستونکو ته د وسله والو طالبانو د نویو پسرلني عملیاتو څرنګوالی په ښه ډول معلوم شي، د طالبانو له لورې خپره شوې اعلامیه کټ مټ نشر ته سپارو.

د پسرلنیو منصوري عملیاتو د پیلولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تبارک و تعالی: إنهم لهم المنصورون، وإن جندنا لهم الغالبون ) الصافات ( ۱۷۱ – ۱۷۲)
ژباړه : الله جل جلاله فرمايي: په يقيني ډول به له هغوی (مسلمانانو) سره مرسته وشي او همدا زموږ لښکر به (په کافرانو) برلاسی شي.
د جهاد په تیرو پنځلسو کلونو کې که څه هم کفري یرغلګرو ته درانه زیانونه اوښتي او ډیری د ائتلاف ملګري یې زموږ له هیواده د خپلو پوځیانو په ایستلو مجبور شوي دي. مګر د امریکا په مشرۍ ځینې یرغلګر هیوادونه لا هم خپل ظالمانه اشغال ته دوام ورکوي، په جګړه ټینګار کوي، د خپلو اشغالګرو پوځیانو شمیر زیاتوي، درانه بمونه اوروي او د بیلابیلو پوځي ستراتيژیو په طراحۍ سره هڅه کوي زموږ مؤمن او خپلواک اولس د تل لپاره محکوم او د اشغال په زولنو تړلی وساتي، اسلامي امارت او ورسره ټول مجاهد ولس مصمم دی چې د الله تعالی په نصرت په هیواد کې د جوي او موسمي شرائطو په مساعدتوب سره یوځل بیا د بهرنیو متجاوزینو او د هغوي د داخلي ملاتړو په خلاف منصوري جهادي عملیات اعلان کړي.
د اچې د شهیدامیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله تر قیادت لاندې د مجاهدینو په لاس خورا ستر ستر فتوحات وشول، اختطافګراو مفسدین نابود شول، د ډیرو فتنو دروازي وتړل شوي، په سیاسي او اجتماعي برخه کې دپام وړ پرمختګ وشو، د ګڼ شمیر هیوادو متجاوزې لښکرې د جهاد په وسیله ماتې او تیښتې ته اړ ایستل شوې او نورې ډیرې ویاړمنې کارنامې تر سره شوې، الله تعالی ته امید دی چې دشهید امیرالؤمنین په مبارک نامه په تفاؤل سره دمنصوري عملیاتو په جریان کې به هم هیواد دکفارو او دهغوي له پاته شونو، اختطافګرو، بغاتو او نورومفسدینوله وجود او شرڅخه خلاص شي.
دا چې د الله تعالی په نصرت او د افغانستان د مجاهد ولس د بیدریغه سرښندنو له برکته یرغلګر دښمن په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې او خپله د دښمن په اعتراف د هیواد تر نیمايي زیاته برخه د مجاهدینو تر کنټرول لاندې ده.
لهذا سږني منصوري عملیات به د اشغال د نورو کلونو په نسبت د نوعیت او تکتیک په بدلون سره په دوو ملکي او پوځي برخو کې همزمان اعلان او پلي کیږي.
لومړی په ملکي برخه کې:
الف ـ د هیواد کومې سیمې چې د دښمن له شتون څخه تصفیه او مجاهدین ورباندې حاکم دي هلته به د اسلامي امارت د شته امکاناتو مطابق ملکي فعالیتونه زیاتیږي او په ټول کوښښ سره به ولس ته دسوکالۍ اوګټي رسولو په بیلابیلو برخو کې رغنده عملیات شروع کیږي.
ب ـ په تصفیه شویو ولسوالیو او سیمو کې به د نظام جوړونې ټول اداري واحدونه فعال او د ولس د اداري، امنیتي او حقوقي موضوعاتو د حل او فصل لپاره به پکي اداري تشکیلات په منظم ډول عیاریږي.
ج ـ د هرې ولسوالۍ پر رسمي تشکیلاتو سربیره به هلته د دعوت و ارشاد او جلب وجذب کمیسيون څانګه په خاص اهتمام فعاله کیږي او د یادې څانګې د علمي او با تجربه اشخاصو په وسیله به د دښمن له لیکو څخه د تیر ایستل شویو هیواد والو د را ایستلو او له خپل ولس او مجاهدینو سره د یوځای کولو جدي هڅی کیږي.
دوهم په پوځي برخه کې:
الف ـ کومې سیمې چې د دښمن له لوثه په مکمل ډول نه دي تصفیه شوې هلته به د د دښمن د ځپلو، وژلو، ژوندي نیولو او له سیمې څخه دهغوئ د ایستلو پوځي طرحې عملې کیږي.
ب ـ د منصوري عملیاتو اساسي ترکیز به پر بهرنیو یرغلګرو، د هغوی د پوځي او استخباراتي ثابتو او سیارو مراکزو او د هغوی د داخلي ملاتړو په له منځه وړلو باندې متمرکز وي.
ج ـ یاد عملیات به د دښمن پر اهدافو له تهاجمي بریدونو سره په څنګ کي د چریکي (خرپ او ترپ) جګړې د تکتیک له مخې د ډله ایزو استشهادي او هدفي بریدونو، نفوذي حملو او تفجیري بریدونو په تر سره کولو د الله په نصرت پرمخ بیول کیږي.
د ـ په منصوري عملیاتو کې به مجاهدین مکلف وي چې د هغو د تنفیذ ساحه حتی الامکان داسي ځایونه او داسي ترتیب او انتخاب کړي چي د عملیاتو په مهال د ولسي خلګو د ځان او مال خونديتوب ته جدي پاملرنه پکي شوي وي.
همداراز د عملیاتو په مهال به په نویو فتحه کیدونکو سیموکې دملي شتمنیو او شخصي ملکیتو نوساتني او اداري واحدونو فعالیدلو ته خاصه توجه کیږي او د دښمن له نیول شویو او ژوبل شویو جنګي افرادو سره به د اسلامي او انساني چلند په کولو سره د هغوی د ژغورنې او بشري حقونو د رعایت خاص خیال ساتل کیږي.
څرنګه چي دثور اتمه د شوروي اتحاد او کمونیزم په مقابل کي زموږ د تیر مقدس جهاد دکامیابۍ اوستر افتخار ورځ ده نو منصوري عملیات به هم ان شاء الله د روان ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په ۸ تاریخ چې د ۱۴۳۸هـق کال شعبان دمیاشتي له لمړۍ او د میلادي ۲۰۱۷ م کال د اپریل د میاشتې له ۲۸ سره سمون خوري، دهیواد په ټولو ولایتونو کي دسهار په پنځو بجو د الله اکبر په ویلو سره د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پر پوځي تاسیساتو همزمان پیل کیژي، لهذا د ولسي خلګو د ځان او مال د خوندیتوب په غرض له خپلو ټولو هیواد والو څخه هیله کیږي چې د عملیاتو په جریان کي د دښمن له هر ډول پوځي مرکزونو او نظامي تجمعاتو اومضرو اشخاصوڅخه لیري اووسي او په هره برخه کې له خپلو مجاهدینو وروڼو سره لا زیات همکار و اوسیږي. والسلام
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری
۱۴۳۸/۸/۱هـ ق ۱۳۹۶/۲/۸هـ ش ـــ 2017/4/28 م

مخکینې مطلب

”له داعش سره د جګړې پر مهال ۲ تنه امریکایي عسکر وژل شوي“

بل مطلب

سرې مرمۍ او زمونږ سرونه!

ځانګړي مطالب

افغانستان

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com