ليکنه: پوهنمل زاهدي احمدزی
(لومړۍ برخه )
سوله داسلام له نظره
لفظي تعريف:
صلح عربي کلمه ده اوپه عربي ژبدود کې صلح په يوولسومعناوو سره راغلې؛لکه چې امام راغب اصفهاني او نورو عربي ژبدودپوهانو ويلي دي اوهغه معناوې يې په لنډيزسره په لاندې کرښو کې بيانولی شي:
الف: دمنفعة او ګټې په معنا.
ب: دوړتيا او مناسبوالي په معنا.
ج:دښه والي په معنا .
د: داستعداد په معنا.
هـ: دجوړښت په معنا. يعنې ،چې په يو شي يا چا کې نېمګړتياوې وي هغه ورڅخه لرې کړای شي او بشپړکړای شي.
و: دنيکۍ او ښېګړې کولو په معنا. يعنې نېک عمل کول
ز: دنعمت په معنا.
ح: ديو شي دډېروالي په اوکثرت په معنا.
ط: دروغې جوړې په معنا.
ی: دانفاق او پخلاکېدو په معنا.
۱ـ ی: داوربنداو جنګ منعه کولو په معنا.
اصطلاحي تعريف:
دصلح اصطلاحي تعریف په باره کې فقهاوو مختلف اقوال څرګند کړي دي،داځکه چې دصلح مختلف موارد دي،لکه په اقتصادي معاملاتو کې صلح،په ازداوجي معاملاتو کې دمېړه او مېرمن ترمنځ صلح ،دجګړه مارو خواوو ترمنځ صلح او داسې نور، چې دهريو مورد لپاره ځانګړی تعریف لري؛خو دلته له دې امله چې په جنګي صلح بحث کولی شي او دجنګ او دصلح دموضوع دمختلفو اړخونو بيان دی يوازې دجنګي صلح اصطلاحي تعريف وړاندې کولی شي ، چې محدثينو ،مفسرينو ،فقهاوو او عربي لغتپوهانو کړي او هغه دا دي .
الصلحُ: هو رَفعُ الحربِ و المُخاصَمَات علی شروطٍ تُعرَفُ بشروطِ الصلحِ، او هو عقد یرفع النزاعَ .
ژباړه: صلح په شرعي اصطلاح کې دجنګ بندول او دشخړو لرې کول او داختلافاتو ختمول دي ، پرهغو شرطونو سره چې صلح دشرطونو په نوم سره يادولی شي يا په بل عبارت صلح هغه تړون ته ويل کېږي، چې جنګ شخړو او نزاع يې ختمېږي . برابره خبره ده که نزاع لفظي وي او که وسله واله وي.
دصلح دغه اصطلاحي تعريف خورا زيات جامع دی ، ځکه چې په دغه تعريف سره هر ډول صلح معاملاتي وي که محاربوي او که ازداواجي وي ټولې پکې رادردومي .
دغه راز محاربوي هرډول صلح هم پکې راځي برابره خبره ده که دمسلمانانو او کفارو ترمنځ وي اوکه دکومې اسلامي ډلګۍ دهغوی دمسلمان حاکم ترمنځ وي او که ددوو مسلمانانو ډلګيو يا ميليتونو ترمنځ وي ،حقوقي وي که سياسي وي او که جعرافيوي . دغه ګردې صلح احتوا کوي او پکې رانغاړي يې.
دصلح شرعي حکم :
په اسلامي شريعت کې هرډول صلح کول اوخپلمنځي شخړې ختمول روا دي؛ خو په ډې شرط چې حلال پکې حرام نکړای شي او حرام پکې حلال نکړای شي يعنې په سوله کې اسلامي حدود په نظر کې ونيولی شي او دغير شرعي اعمالو او اقوالو په ارتکاب سوله ونکړای شي؛ ځکه چې دغه ډول سوله کول په اسلامي شريعت کې ممنوع او نارواده،لکه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
عَنْ عَمْرِو بْنِ عَوْفٍ الْمُزَنِيِّ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: “الصُّلْحُ جَائِزٌ بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ، إِلَّا صُلْحًا حَرَّمَ حَلَالًا، أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا. وَالْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ، إِلَّا شَرْطًا حَرَّمَ حَلَالًا، أَوْ أَحَلَّ حراما”(رواه ابوداود وابن ماجة والترمذي)
ژباړه: له عمروبن عوف مزني رضی الله عنه څخه روايت شوی دی چې په تحقيق سره رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: دمسلمانانو ترمنځ سوله کول روا دي؛ مګر داسې صلح روا نه ده چې شرعي حلال شيان حرام وګرځوي اویا حرام شيان حلال وګرځوي اوپه مسلمانانو باندې پرهغو شرطونو باندې التزام واجب اوعملي کول يې پرې لازم دي،چې دسولې دتړون په مهال کې پرې کېښودل شوي وي؛مګرد داسې سوله ييز شرط قبلول اوعملي کول پرې لازم نه دي چې حلال، حرام وګرځوي او ياحرام ،حلال وګرځوي .
دا حديث امام ابوداؤد پخپل سنن کې او امام ابن ماجه پخپل سنن کې او امام ترمذي پخپل جامع کې تخريج او روا کړی دی.
امام شوکاني رحمة الله دپورتني حديث په شرح کې ليکلي دي .
قوله :“ الصلح جائز “ ظاهر هذه العبارة العموم, فيشمل كل صلح إلا ما استثني ؛ وإلى العموم ذهب أبو حنيفة ومالك وأحمد والجمهور .
ژباړه: دحديث داجمله ،چې صلح په اسلامي شريعت کې روا ده ،پردې باندې دلالت کوي چې هرډل سوله روا ده پرته له داسې صلحې څخه چې له مشروعيت څخه مستثنی شوې وي،امام ابوحنیفه رحمة الله عليه ،امام مالک ،امام احمدبن حنبل او جمهورو فقاووهم ويلي دي ،چې نظرپه دغه پورتني حديث هرډول صلح روا ده ؛ خو چې له شرعي نصوصو څخه خلاف نه وي.

















