ملا محمد مطمئن
ســرې سرې مرمۍ په جوماتونو ولــي
ښــــکلی قرآن مو په توپونو ولـــــــــي
چا مو ماغزه چا مو تندي را مات کړل
مونږ افغانان خلک په سرونو ولـــــــي
خدايه (ج) نړۍ مو کرار نه پرېــــږدي
زمـــونږ کــــــــورونه په بمونو ولـــــي
زمــونږ په چم يې رڼا نه لورېــــــــږي
تک سپين سهار په ماښــــامونو ولــــي
داســــې شــــېبه په وطن کلـه راځــــي
چې ټول بچـــيان يې په ګلـونو ولـــــي
وخت به راځــــي چې مجاهد زلمي به
سپيـــنه ماڼـــۍ په راکــــېټونو ولـــــي
ای «مطمئنه» دا کــــــفري ځـــالې به
مجاهــدين لـــــــــه ســــنګرونو ولــــي


















