د دماغو کمزوري؛ مخ په زياتېدونکى مرض!

ډاکټر فصيح الله عمرزى

په انسان کې ډول ډول مرضونه ليدل کيږي چې د هر مرض لپاره خپله درملنه شته خو په ځینو وختونو کې د مرضونو زيادښت دا انديښنه را پيدا کړي چې کيداې شي درملنه یې ګټوره نه وي ځکه ورځ په ورځ په هره ټولنه کې دماغي کمزوري مخ په زياتيدو ده.

د نړۍ په هر هيواد کې د نورو مرضونو تر څنګ دماغي کمزوري ليدل کيږي خو په افغانستان کې په هرو اتو کسانو کې يو خامخا په دماغي کمزورۍ اخته وي. هغه کسان چې د نورو په نسبت ورته ځانونه روغ او رمټ ښکاري که هغوی په سالمه توګه خپله معاينه وکړي په هغوی کې به هم دماغي کمزوري وليدل شي.

په افغانستان کې دمخه هم  چې وروسته پاتي هېواد و او دى، د نورو مرضونو تر څنګ دماغي کمزوري ليدل کيدله خو د څلورو لسيزو جګړو را وروسته چې د يوې خوا یې  کورونه بمبار او د کورنۍ غړي یې په جګړو، زندانونو، عملياتو او نيولو کې له لاسه ورکړل او د بلې خوا یې هغه غربت په پرديو هېوادونو کې وليد چې دمخه یې په خوب کې هم نه و ليدلاي؛ افغانان د دماغي کمزوريو سره مخ شول.

د دماغي کمزوريو درملنه په دوه ډوله ده، يوه یې پخوانۍ يوناني درملنه ده او بله یې د ساينس په تجربو سره د نوې ټکنالوژۍ درملنه ده. په نوې ټکنالوژۍ کې نوې تجربې دا څرګندوي چې لومړى بايد عصبي سسټم ټول په الکترونیکي ماشين سره وکتل شي چې څو سلنه کمزوري په دماغو کې موجوده ده او وروسته له الکترونيکي معاينې څخه تر برقي شارټونو چې د دماغو مريض لپاره مخصوص شوي دي ونيول شي.

که څه هم په اوسني وخت کې اکثر دماغي مريضان په نشو اخته مريضان وي، چې د بيلابيلو نشو په استعمال سره ورته دماغي ستونزه را پيدا شوې وي؛ خو په ټوله کې دماغي مريضتيا د انديښنو، ناوړه پيښو، ناوړه رسمونو، ناوړه کړنو او د زياتو زور او وحشتونو په ليدلو سره رامنځ ته کيږي چې افغانان په همدې توګه د دماغي ستونزو سره مخ دي.

په يوناني درملنه کې که د معاينې وروسته د د ماغي مريض ته د ستونزو په پيښيدو نظر پکار دی، له کومي ستونزې یې چې دماغي ناروغي را پيدا شوې وي له هغه ستونزي او يا په هغه ستونزه د مريض په وړاندې بحث کول پکار نه دي.

يوناني طب پوهان وايي چې په عموم سره د دماغو د ناروغ لپاره د کدو تخم،  دلمر پرستو تخم، خاش خاش، غزان او د کنځلو په تيلو کې پخلی چې دماغو ته قوت وربخښي لازمي دي. که په مسلسل ډول سره دماغي مريض ته ياد توکې ورکړل شي تر ډيره حده یې ستونزه راکميږي او که مسلسل استعمال یې وشي دماغي مريض به روغ رمټ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button