(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۴) الماس خدرخېل
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن وايي، چې اوس د مسکو او واشنګټن تر منځ هيڅ ډول باور نشته.
نوموړی په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، چې د ډيرو مسایلو پر سر د واشنګټن او امریکا تر منځ اړیکې ترینګلې دي خو هڅه به وکړي چې د باور فضا رامنځ ته شي.
ټېلرسن وايي، د امريکا وسله واله مبارزه به په هرهغه هېواد کې دوام کوي چې هلته داعش ډله شتون ولري.
هغه وويل، چې روسيه په ځينو برخو کې لکه د کيمياوي وسلو په بندلو او د اوکراين په مسله کې له امریکا سره همکاري نه کوي.
هغه د شمالي کوريا په اړه وويل، چې په نږدې وخت کې به پر دغه هېواد نوي بنديزونه هم ولګول شي.


















