تبصره
د مئی د میاشتې دریمه په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ په بیلابیلوغونډو سره لمانځل کیږی، چې تیره ورځ په هېواد کې هم یو شمیر رسنیو د غونډو په کولو سره د مطبوعاتو نړیواله ورځ ولمانځله.
په هر هېواد کې چې د ناسمې حکومتولۍ له امله مطبوعات د ګواښونو سره مخ وي د هغه هېواد هر څه، اقتصاد، کلتور، داخلي او بهرنۍ پالیسۍ او په هغه هېواد کې د بشرحقوق څه چې ټول بشریت د ګواښونو سره مخ وی.
د یوه هېواد پوځیان چې د دښمن په مقابل کې په جګړه بوخت وي، ورته ویل کیږي چې د هېواد او ولس د دفاع لپاره یې سرونه په تلي کې نیولي دي. په هېواد کې چې د مطبوعاتو قانون او خبریالانو ته حکومت په خپلو حقوقو قانع نه وي، خبریال تر پوځي زیات خطر محسوسوي. ځکه چې پوځي د ځان د دفاع لپاره وسله په لاس لري خو خبریال د خپل ځان دفاع هم نه شي کولای؛ هغه په سختو او ستونزمنو حالاتو کې د راپور په تر لاسه کولو سره خپله دنده سرته رسوي.
د نړۍ په زیاتو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې په دغه ډول حالاتو کې خبریالانو د خپلې دندې په تر سره کولوسره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اوس هم چې د هیواد امنیتي حالات یو تر بلې ورځې ترينګلي کيږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.
که د نړۍ په یو شمیر هېوادونو کې د افغانستان په څیر امنيت خراب دى، د هغه هېوادونو د خبریالانو ژوند هم د ګواښونو سره مخ دی؛ خو په افغانستان کې بیا تر نورو هېوادونو خبریالان له زیات خطر سره مخ دي. ځکه چې په افغانستان د تیرو شپاړسو کالو راپدېخوا د ورتیر وخت په څیر مطبوعاتو ته هیڅ درناوی نه دی شوی، بلکه مطبوعات د وخت د دکتاتور نظام د پالیسۍ سره په جبري توګه چليدو ته اړشوي دي.
د بې پولی خبریالانو د نړیوال سازمان د راپور په اساس، د تیر۲۰۱۵میلادی کال راپدېخوا په نا امنه هيوادونوکې ۱۱۰ تنه خبریالان وژل شوي دي. دا مهال تر سلو زیاتو هيوادونو کې خبریالان د ژوند د خطر سره مخ دي. خو په افغانستان کې خبریال ته د خبریال په سترګه نه کتل کیږي. په اصل کې چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ او اوس امریکا افغانستان اشغال کړی دی د خبریال ژوند او د مطبوعاتو قانون تر پښول اندې شوی دی.
رادیو، تلویزیون، کیبل، انټرنیټ، چاپي رسنۍ او نورې هغه خپرونې چې په یوه اوبله بڼه د حکومت او ولس پیغامونو د رسولو دنده تر سره کوی مطبوعات ورته ویل کیږي.
په هر هېواد کې دولتي، حکومتي او ازادې رسنۍ موجودې وي. په افغانستان کې هم حکومتي او غير حکومتي (ازادې) رسنۍ شته چې د ديموکراسۍ يعنې خپلې ازادۍ تر سيوري لاندې نشرات کوي، خو ټاکلي حدود لري، چې په هر هېواد کې د رسنيو قانون د هغه هېواد د اساسي قانون له مخې ټاکل کيږي.
په افغانستان کې په ١٣٤٣هـ ش کال کې د مطبوعاتو قانون تصويب او نافذ شو. دا قانون دوه ځلې تعديل هم شو چې په تعديل سره د بيان ازادي پکې په رسميت پيژندل شوې ده؛ خو متاسفانه چې هغه د مطبوعاتو قانوني ازادي د حکومت د پالیسۍ قرباني شوې ده.
په افغانستان کې د رسنيو قانون (١١) فصله او (٥٤) مادې لري، چې په رسنيو پورې اړوند ټول مسايل پکې حل کړل شوي دي. که د مطبوعاتو قانون ته درناوى وشي او حدود یې وپيژندل شي هيڅ کله به مطبوعات او خبريالان د ستونزو سره مخ نه شي.
د رسنيو اصول دا دي چې هيڅ رسنۍ نشي کولای د اسلام د مقدس دين د احکامو، د يوه مشروع حکومت د نافذه قوانينو او د خلکو د منل شویو دودونو خلاف خپرونې وکړي.
دامهال په هېواد کې خبريالان خپلو راپورونو ته د حکومت د وضع شویو قوانينو له مخې لاس رسی نه لري او چې د دې لاس رسي د نه لرلو ستونزه هواره نه شي، بيا په هيواد کې خبريالان د مطبوعاتو د ازادۍ لمانځنه نه، بلکې هر کال د مئي د مياشتي په درېیمه د مطبوعاتو د سانسور د غندنې غونډې کوي.


















