شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

درخسانې سنګسار دچا کړنه او دچامسؤليت ؟

kabull نشرونکی: kabull
نوومبر 9, 2015
کټګوریانې: تبصرې
0
11
ځلې شریک شوی
141
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

انجینر زرغون

ځو ورځې مخکې دغور په ولايت کې درخسانې په نامه دمطبوعاتو دمعلوماتو له مخې يوه ۱۹ کلنه نجلۍ په عام محضر کې سنګسار کړل شوه او په ټولنیزو شبکو کی ویډیوګانی نشر ته ورسیدې .

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په ويډيو کې ليدل کېږي چې ددغې نجلۍ دواړه لاسونه شاته اړول شوي او تړلي ښکاري که څه هم مخ يې پوره نه ښکاري خو داسې اندازه ګېږي چې عمريې کم دی او دځوانې نجلۍ په څېر ښکاري.

 په لاسونو کې هغه ډبرې چې رخسانه پرې ولي ديو شمېر خلکو سره ليدل کېږي، چې په پايله کې رخسانه ووژل شي . دسنګسار ، رجم ، درو او بيا د درو وهلو شمېر او نورو سزاوو ته داسلام په مبارک دين کې لارښوونې شوي دي؛ خو داسلام مبارک دين دامن او رحم دين دی، دهرې سزا او دسزا داجرا وخت زمينه سازۍ ته هم نظر شوی دي که يوه ښځه يا نارينه واده کړي وي نارينه مېرمن ولري، ښځه ميړوخه وي ، نجلۍ پېغله او هلک زلمی وي ددې ټولو سره سره بیا هم دوي نا جایز جنسي اړیکي بل چا سره ونیولې نو دوی باندې دشرایطو سره سم  داسلام په مقدس دين کې په عدالت حد  اجرا کېږي .

لومړی ديوه هېواد بادشاه مجبور او مکلف دی چې هېواد والو ته دکار او روزګار زمينه برابره کړي دکار کولو لپاره وسايل هېوادوالو ته برابر کړي بيا که چاغلا وکړه محکمه داسلام دقانون له مخې په قضا کې دقاضي دحکم له مخې د غله لاس دغوڅولو امر صادرولی شي، همدارنګه دقصاص ، رجم او حدجاري کولو لپاره اسلام لارښوونې کړي دي .

مطبوعاتو ليکلي چې درخسانې لپاره سنګسار داسلام په قانون کې هېڅ ځای نلري ځکه چې هغه په کوچنيوالي کې پلار بل چاته ورکړې او رخسانې يې دخاوندتوب څخه انکار کاوه چې داسلام په مبارک دين کې رخسانې ته دا حق ورکړل شوی چې دخپل ژوند او راتلونکي انتخاب داسلام داصولو او اساساتو په رڼا کې وکړي

دغور ولايت والي سيما جوينده هم تائيد کړېده چې رخسانه دولايت لرې پرته هغه سېمه کې سنګسار شوېده چې دطالبانو دکنترول لاندې ده .

دراپورونو له مخې اشرف غني غورته يو پلاوی لېږلی چې درخسانې دسنګسار په اړه کره معلومات لاس ته راوي . مطبوعاتو راپور ورکړی چې دطالبانو لخوا سنګسار شوې ده، چې تراوسه پورې طالبانو درخسانې دسنګسار عمل او مسؤليت ندی منلی طالبانو ته يې نشو منسوبولی او په  دې هم څه نشو ويلی چې په پټه سنګسار شوې ده ؛ خو دا ويلی شو چې درخسانې سنګسار دچا لخوا سرته  ورسيد؟ دا دچا مسؤليت دی چې ددې سنګسار مخه يې بايد نيولې وای ؟ او دا دچا کړنه ده ؟ که طالبان وايي چې مونږ نه ده سنګسار کړې نو ددولت دکنترول څخه وتلې او دبل چا په لاس کې په رڼا ورځ په عام محضر کې دا سنګسار څرنګه وشوه؟

دغور دچارواکو مسؤليت دی چې په مليونونو ډالر په استخباراتو مصرفوي  ددې عمل راپوريې څرنګه ترلاسه نکړ؟ سنګسار خو زيات وخت په برکې ونيو ايا دا دغورولايت دچارواکو مسؤليت نه و، چې مخه يې نيولې وه؟ بايد دا روښانه شي چې کړنه دچا او رخسانې له سنګساره دژغورنې مسؤليت دچا دی ؟

لومړی مسؤليت دطالبانو دی چې څرنګه ددوی کنترول کې نور وسلوالو رخسانه اعدام کړي او دوی پرې خبرنه وي او نه اعلاميې څرګندوي .

دويم مسؤليت دهغو قومي مشرانو دی چې رخسانه دکلي ديو ځوان سره له کوره وتلې او بيا يې سنګسار ته راوسته دوی په کوم ضمانت کورته راوستې که سنګسار شوې هم نه وي دکورنۍ مسؤليت ذمه واريې مسؤل دی چې قومي مشرانو کورته راوستې وه .

دريم مسؤليت يې دولايتي چارواکو او امنيتي ارګانونو دی چې څه شپه نه وه په رڼا ورځ رخسانه سنګسار شوې ده په دومره استخباراتو کې درخسانې دسنګسار خبرونه څرنګه ورنکړل شول او بيا چارواکې ولې بې خبره پاتې شول چې په رڼا ورځ په اولس کې په عام محضر کې يوه پېغله سنګسارېږي او ولايت چاواکې دې پرې خبر نه وي له دې بې کفايته ، بې باوره ، بې مسؤليته او بې صلاحيته ولايت څخه خو تراوسه بل ولايت په افغانستان کې نه  دی ليدل شوی.

درخسانې په سنګسار کې درې واړه خواوې مسؤلې دي چې بايد دسنګسار عاملین يې پيدا او داسلام دمقدس دین په رڼا کې پرې اقدام وکړي خولومړی مسؤليت يې دطالبانو دی چې دراپورونو په اساس ددولت دکنترول څخه په وتې سېمه کې رخسانه سنګسار شوې ده. طالبان په خپل کنترول سېمه کې داولس دمال، سر او ناموس دساتنې مسؤليت لري.

مخکینې مطلب

دميړه او ميرمن يوپر بل حقوق (څلورمه برخه)

بل مطلب

طالبانو د هلمند سنګین کې یوه مهمه قرارګاه نیولې ده

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com