شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دميړه او ميرمن يوپر بل حقوق (څلورمه برخه)

kabull نشرونکی: kabull
نوومبر 9, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
21
ځلې شریک شوی
257
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

څلورم حق

۴): پرميړه باندې دښځې څلورم حق هستوګنځی يعنې کور او مسکن دی ،داسې مسکن چې دښځې له شان سره وړ وي ، برابره خبره ده که دميړه ملکيت وي، يايې په کرايه نيولی وي ،که عاريت وي او که وقف وي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

کوراومسکن ددې له امله واجب دی چې دښځې اسباب پکې خوندي وي، ميرمن يې له اجنبي سترګو څخه پټه وي، له ګرمۍ او سړوبادونواو باران څخه پکې محفوظه وي اودميرمن دغه حق هم دميړه له وس سره سم پرې واجب دی، داسې نه چې ميړه يې دخټود کور وس ولري اوميرمن يې ماڼۍ او بنګله ورڅخه غواړي، يايي ميړه دکرايه دکور وس ولري او ميرمن يې دملکيت کور ورڅخه غواړي، بلکې پرميړه باندې له خپل وس سره سم مسکن واجب دی.

دلايل: پرميړه باندې دښځې نفقه ، لباس اومسکن درې واړه په دغو لاندې منصوصي دليلونوثابت ، واجب او لازم دي:

۱): الله تعالی په قرآن کريم کې دبقره په سورت کې فرمايلي دي:

وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا.

ژباړه: او میندې دې شیدې ورکوي خپلو اولادونو ته دوه کاله پوره ، چې څوک غواړي رضاعت پوره کړي او ده پرهغه چاچې زېږولی شوی دی ورته (پلار) باندې روزي ددوی (دميندو) اولباس ددوی(دميندو) په معروف سره او زورنه شي کولی په هيڅ نفس باندې مګر په اندازه دوس دده سره .

۲): دغه راز الله تعالی فرمايلي دي: أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ.

ترجمه : واوسوئ ښځې خپلې په غه ځای کې چې تاسې اوسېږئ ستاسې له وس سره سم .

۳): همدارنګه الله تعالی فرمايلي دي:

لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ َعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا

ترجمه : نو نفقه دی وکړي شتمن ميړه پرميرمن باندې له شتو خپلو څخه او هغه څوک چې تنګ کړی شي پر ده باندې روزي دهغه ، نو نفقه دې کوي پرميرمن خپلې له هغه څخه چې ورکړي وي هغه لره الله ، نه ورکوي تکلیف الله هيڅ نفس لره مګر خو په هغه اندازه چې هغه ته الله تعالی ورکړي وي ژر به ښکاره کړي الله پس له تنګۍ څخه اسانه فراخي .

۴): عن معاوية القشيري قال، قلت : يا رسول الله ما حق زوجة أحدنا عليه ؟ قال : أن تطعمها إذا طعمت وتكسوها إذا اكتسيت ، ولا تضرب الوجه ، ولا تقبح ، ولا تهجر إلا في البيت .

ترجمه : له معاويه قشيري رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويلي يې دي: ما وويل: ،ای دالله تعالی رسوله ،پرمونږ باندې دميرمن څه حق دی؟  راته ويې فرمايل: ته چې څه خورې هغه خپلې ميرمن ته هم ورکړه او کله چې ځان ته جامې کوې؛ نو خپلې ميرمن ته هم لباس وکړه او کله چې هغه په ادبي توګه وهې نو پرمخ يې مه وهه او ناوړه ښکنځل او بدرد ورته مه وايه ،اومه ورڅخه جلاکېږه ،مګر په خپل کورکې .

دغه راز نور هم ډېر احاديث له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څه په دې اړوند روايت شوي دي چې دلباس او نفقې وجوب پکې بيان شوی دی.

۵) : همدارنګه الله تعالی دمسکن په باره کې فرمايلي دي :

 وَ عاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ کَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسي‏ أَنْ تَکْرَهُوا شَيْئاً وَ يَجْعَلَ اللَّهُ فيهِ خَيْراً کَثيراً

ترجمه: اوګوزران کوئ تاسې (ای ميړونو ) له دې (ښځو) سره په نيکې طريقې سره ، نوکه خوښې نه وي تاسې دا ښځې نو (صبروکړئ) ښايي چې تاسې به يو شی نه خوښوئ ،حال داچې ګرځولی به وي الله په دې شي کې خېر ‌ډېر.

نو ښه چلن ښه ژوند کول، خواله او ناسته ولاړه په کورکې کېږي،له همدې کبله داسلامي امت فقهاوو ويلي دي : له دغه مبارک ايت څخه هم پرميړه باندې ميرمن ته دمسکن او کور ورکولو حق ثابت او واجب دی.

دمسکن مواصفات :

هغه مسکن چې شريعت دښځې لپاره پرميړه باندې لازم او واجب ګرځولی دی دهغه مواصفات فقهاوو په لاندې توګه په تفصيل سره بیان کړي دي:

الف: لومړی صفت دا دی چې کوربه دميړه له اقتصادي حالت سره سم وي ،ځکه چې الله تعالی فرمايلي دي: (من وجدکم )يعنې ستاسې له وس سره سم مسکن ورکول پرتاسې لازم دي

ب: دويم صفت يې دا دی چې ميرمن به يې يوازې پکې اوسېږي يعنې کوربه يوازې ددې لپاره وي، ميړه به يې مور اوپلار په کورکې نه ورسره اوسوي او يا نور خپلوان ، دغه راز که چېرې يو سړي له يوې څخه زیاتې ښځې ولري نو هرې يوې ته به جلا جلا کور ورکوي؛ مګر که چېرې په خپله دده ميرمن وغواړي چې دميړه ځيني محرم خپلوان په خپل کورکې په خپله خوښه له ځان سره اوسوي يا دميړه له مور او پلار سره په يو کور کې اوسېږي نو ورته روا ده؛ مګر ميړه يې شرعا په داسې کولو مجبورولی نه شي. داځکه چې په ګډ کورکې ښځه پرخپل اسباب او دهغه په حفاظت ډاډه نه وي . دويم دا چې په ګډ کور کې ښځه له ميړه سره ازدواجي استمتاع نه شي کولای، له همدې امله امام مالک رحمة الله عليه ويلي دي: ميړه ته پکار دی چې که دځانګړي مسکن وس ونه لري نو لږ تر لږه يوه کوټه خو بايد ځانګړې ورته ورکړي.

دريم صفت دا دی چې کوربه ګرد لوازم لري، لکه فرش، دملاستې بستره ، پخلنځی ، دپخولو ، خوړلواو څښلو ضروري لوښي، ځانګړي چړچوبي (غسل خانه) دلوښو اوکاليو مينځلو ځای، دميرمن دخصوصي اسبابو دپټ ساتلو لپاره سوندک، الماري ،اوداسې نورلکه درڼا وسايل،لکه څراغ ،ډېوه يابل شی.

دغه راز اوبه او دهغه لوښي لکه منګی ،کوزه ،کوهی،چاټۍ…

دغه راز دخدمت لپاره داسې خادم چې ددې لپاره له بازار څخه سودا راوړي او دميرمن ضروري خدمت وکړي او بيا په خاصه توګه چې ناروغه وي داسې خدمتګار به ورته نيسي چې ددې دکور ګردې چارې وکولی شي. دخادم تنخوا او خوراک څښاک پرميړه باندې لازم دي.
مطلب دا چې دحسن معاشرت او ښه ژوندکولو له پاره الله تعالی پرميړه باندې ميرمن ته دمسکن ورکول فرض ګرځولی دی او داسې هم نه چې صرف خالي کور ورته وسپاري ،بلکې داسې کورچې دغه پورتني صفتونه ولري او دژوند اړتياوې يې پکې پوره کولی شياو ميرمن پرې رضامنده وي.

 

 

مخکینې مطلب

په ازادۍ پسې مې دومره اوښکې وشیندلې

بل مطلب

درخسانې سنګسار دچا کړنه او دچامسؤليت ؟

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com