مور!!!

مسلم يار

مورې ستا د مينې حق به څوک ادا کړي؟

مورې ستا مينه د ټولو مينو مور ده

مورې  ستا د ستړي ژوند قيصه اوږده ده

مورې ستا د کړاوونو څه حد نشته

مورې ستا هر يو زحمت ته مې سلام دې

مورې ستا له زحمتونو نه قربان شم

مورې تا نه چې بهر کله راووځم

مورې زړه نه مې يو هاغه خداى خبر وي

مورې هر څومره ښېرا که راته وکړې

مورې هر څومره که ووايې چې مړ شې

مورې ستا د مينې غږ به مې هېر نه شي

مورې ستا غږ د سهار تر آذان خوږ دی

مورې زه چې جدا کېږمه له تا نه

مورې تا ته جدايې زما سور اور شي

مورې درد دې زما درد سره شريک دی

مورې دا ورکړه د خداى ده

مورې زه د ستا بچى يم

مورې ته زما مورکۍ يې

مورې شکر چې ژوندی يم

مورې شکر چې ژوندۍ يې

مورې شکر چې ژوندۍ يې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button