کابل ټکی کام| غوایی ۲۹، ۱۳۹۶- د ورکړل شویو راپورونو پر اساس نن د جمعې په ورځ یوولس بجې د سړک د غاړې ماین د يوولسو ولسي وګړو ژوند واخیست.
د لوګر ولایتي چارواکي وایي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي و، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د دغې کورنۍ غړي له واده څخه کور ته را روان و چې سراچه موټر یې په خښ کړل شوي ماین ور برابر شو او پرې وچاودېد.
دغه پېښه د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زرغون ښار سیمې په “در در” کلي کې رامنځته شوې، ځایي چارواکي وایي چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ یوولس کسان وژل شوي.
د لوګر ولایت د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: چې نن غرمه مهال د محمدآغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار سیمې د “دردر ” په کلي کې په یو سراچه موټر باندې د خښ شوي ماین چاودنه شوې.
نوموړي وويل، په دغه موټر کې سپرې ښځې، ماشومان او يو سړی د خپلوانو د واده له مراسمو څخه کور ته پر لاره وو، چې په ياده سيمه کې د سړک پر غاړه په يوه خښ شوي ماين وربرابر شوي دي.
ستانکزی زیاتوي چې په دغه وژل شوو کې پنځه ماشومان، پنځه ښځې او یو سړی شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي. نوموړی وایي په پېښه کې دوه ماشومان ټپیان هم دي.
په ورته وخت کې د لوګر د ولایت والي محمد حليم فدایي هم په خپل فیسبوک پاڼه کې د پېښې تائید کړی، نوموړي پېښه غندلې او پړه یې د حکومت پر وسله والو مخالفینو ور اچولې. تر اوسه د دغې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.


















