ولسمشر اشرف غني سعودي عربستان ته ولاړ

کابل ټکی کام| غوایی۳۰، ۱۳۹۶- ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر په یوه کانفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.

د ارګ له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني به د خپل دوه ورځني سفر په جریان کې د اسلامي-عربي هېوادونو او دامریکا د مشرانو په ګډ کانفرنس کې ګډون وکړي.

د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني به په کانفرانس کې د ګډون تر څنګ، د سعودي عربستان له باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز، د دغه هېواد له ولیعهد او د یادې ناستې یو شمېر مشرانو سره هم کتنې او خبرې وکړي.

د اسلامي-عربي هېوادونو په کانفرانس کې به د ۵۰ مسلمانو هېوادونو مشران ګډون وکړي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نن سعودي عربستان ته رسېدلی دی او ویل کیږي چې نوموړی به هم افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون د تر ۴۰ زیاتو هېوادونو مسلمانو مشرانو ته د نورو موضوعاتو تر څنګ د ”اسلام په اړه“ هم وینا وکړي.


 

جنرال دوستم ښايي بيا افغانستان ته راستون نه شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button