غزل/ مسلم يار

مسلم يار

ستا يادونه ډلې، ډلې راسره دي

اوس غمونه ډلې، ډلې راسره دي

 

هېڅ مې نه وځې له ياده هېر مې نه يې

ستا دردونه ډلې، ډلې راسره دي

 

راشه، راشه چې د لاس نښه مې درکړم

ګلابونه ډلې، ډلې راسره دي

 

ما جوړ کړي دي د اوښکو په مريو

اميلونه ډلې، ډلې راسره دي

 

هر يو باب پکې د عشق په عنوان جوړ دى

کتابونه ډلې، ډلې راسره دي

 

مسلم يار يې ډېر په مينه درته ليکم

غزلونه ډلې، ډلې راسره دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button