دروژې مسایل (۳۱مه برخه – په غير فطري لار د جماع په کولو قضاء او کفاره دواړه واجب دي-

پوښتنه : له خپلې ښځې سره د جماع کولو په صورت کې قضاء او کفاره دواړه واجب دي، فرض يې کړه که چيرته يو کس په رمضان المبارک کې له ښځې سره د شا له طرفه جماع (لواطت) وکړي نو حکم يې څه دى؟.

ځواب : د شاه له طرفه (لواطت) کول سخته ګناه ده، د رمضان المبارک روژو په حالت کې چې همداسې غلط کار وکړى شي نو په ښځه او ميړه دواړو باندې قضاء او کفاره دواړه واجب دي، البته که چيرته يې د ښځې خوښه نه وه نو بيا په هغې باندې يوازې قضاء لازمه ده کفاره پرې نشته ([1]).

په روژه کې د سګرټ په څښلو سره کفاره شته

پوښتنه : د سکرټ په څښلو سره روژه ماتيږي او که نه؟ که ماتيږي نو يوازې قضائي راوړل يې ضروري دي او که کفاره يې هم شته؟.

ځواب : په عادتي کس باندې په روژه کې د سګرټ او چهلم په څښلو سره کفاره او قضاء دواړه لازم دي ([2]).

د ډيرو کلونو قضاء شوې روژې څه ډول ونيول شي

پوښتنه : که چيرته له يوه کس څخه د ډيرو کلونو روژې قضاء شوې وي نو څه ډول يې اداء کړي؟.

ځواب : که چيرته ورته ياد نه وي چې د کومې روژې څومره روژې قضاء شوې دي په همداسې صورت کې دې داسې نيت دې وکړي چې تر ټولو دمخه د لومړي رمضان لومړى روژه کومه چې زما په ذمه ده د هغې قضائي راوړم ([3]).

د راډيو په خبر د روژې نيول يا ماتول او د قضاء حکم يې

پوښتنه : د راډيو په خبر روژه نيول يا ماتول څرنګه دي؟ او کومو خلکو چې د راډيو په خبر روژه ماته کړې وي په هغوى باندې يوازې قضاء لازمه ده او که کفاره هم پرې شته؟.

ځواب : که چيرته په راډيو باندې دا خبر راشي چې په فلانى سيمه کې مياشت ليدل شوې دا کافي نه ده، البته که چيرته دا اعلان راشي چې د فلاني ځاى شرعي قاضي، يا مسلمان واکمن يا د رؤيت هلال کميټۍ د کومې افراد به چې عالمان او متبع سنت وي شرعي شهادت اخيستى او اعلان يې کړى چې فلانى ورځ د اختر ده نو دغه اعلان د شک په ورځ په داسې ځايونو کې معتبر ګڼل کيږي چې د هغه په منلو سره به د مياشتې (٢٨) يا (٣١) ورځ نه وي، خو کله چې په وروسته کې له شهادتونو څخه ثابته شي چې هغه د اختر ورځ وه نو د همدغې ورځې د روژې قضاء ضروري نه ده ([4]).

له ښځې سره په جماع کولو قضاء او کفاره دواړه شته

پوښتنه : که د لا علمي له امله ښځې او ميړه د روژې په حالت کې جماع وکړه په هغوى باندې قضاء ده او که کفاره هم شته؟.

ځواب : که چيرته يې په داسې حالت کې چې روژه يې په ياد وه جماع (وطې) يې وکړه نو په دواړو باندې د يوې ورځې قضاء او دوه مياشتې د کفارې په ډول د روژې نيول لازمي دي ([5]).

د رمضان په ډيرو ورځو کې له ښځې سره د جماع په کولو يوه کفاره کافي ده

پوښتنه : يوه کس د رمضان په ورځو کې له ښځې سره څو وارې (ځلې) جماع وکړه، تقريباً کفاره لس مياشتې جوړيږي، هغه په کفاره کې د فديې ورکول غواړي، آيا د هغه لپاره د فديې ورکول روا دي؟ او په دې سره کفاره اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : د يوې روژې کفاره د کفاره ظهار په څير ده، په کفاره ظهار کې په ترتيب سره درى شيان اداء کيدلاى شي :

(١) د غلام آزادول.

(٢) پيوسته شپيته روژې نيول.

(٣) شپيتو مسکينانو ته دوه وخته ډوډۍ ورکول، تر ټولو دمخه لومړى د غلام آزادول دي، خو نن صبا د غلام آزادول ناممکن دي، نو له همدې امله په دويم نمبر باندې پيوسته د شپيتو روژو نيول دي، او له شرعي عذر پرته د هغو پريښودل او شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکول روا نه دي، لهذا که چيرته تاسو تندرست ياست او کوم شرعي عذر نه وي نو تاسو په کفاره کې يوازې روژې نيولاى شى.

که يې په يوه رمضان کې څو ځلې جماع کړې وي او روژه يې ماته شوې وي نو پيوسته يوازې د شپيتو روژو په نيولو سره د ټولو روژو کفاره اداء کيږي، البته څومره روژې چې ماتې شوې وي د هرې يوې جلا جلا قضائي راوړل ضروري دي ([6]).

([1]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٩٧، بحواله : الدر مع الرد، ج : ٣، ص : ٣٨٥ – ٣٨٦، کتاب الصوم، المحيط، ج : ٣، ص : ٣٥٥، کتاب الصوم، الفصل الخامس، الهندية، ج : ١، ص : ٢٠٥، کتاب الصوم.

([2]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٥٦، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٠٦، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد، الطحطاوي علي المراقي، ج : ١، ص : ٦٦٠، باب ما لايفسد الصوم.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٩٠، بحواله : مراقي الفلاح علي هامش الطحطاوي، باب قضاء الفوائت، ص : ٢٤٢.

([4]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٦٦ – ١٦٧، بحواله : فتح القدير، ج : ٧، ص : ٣٨٤، کتاب الشهادات، فصل : يتعلق بکيفية الاداء ومسوغه، تنوير الابصار مع الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤٢٨، فصل في العوارض المبيحة.

([5]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٥٧، بحواله : الدرالمختار علي هامش الردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٧، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٩٩، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ٢١٥، ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٤١٢.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button