د کابل د نن ورځې چاودنه!

کابل ټکی کام|۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۶–
- نن سهار پلازمېنه کابل کې د یو موټر بم برید له امله شاوخوا ۸۲ تنه ووژل شول او تر ۳۵۰ ډیر کسان ټپیان شول. چاودنه د کابل ښار وزیر اکبرخان مېنې په زنبق څلور لارې کې د اوبو د ټانکر په وسیله ترسره شوې.
- ځینې امنیتي سرچینې وايي، یاد برید د یو داسې ټانکر په وسیله شوی دی چې د یوه بهرني سفارت کلیرنس کارډ یې درلود. تر اوسه څرګنده نه ده چې ټانکر موټر د کوم بهرني سفارت اړوند و.
- یوه سرچینه وايي، د نننۍ چاودنې په اړه لا له وړاندې د کورنیو چارو وزارت ته اطلاعات ورکړل شوي و.
- نننۍ چاودنه په روانه جګړه کې تر ټولو خونړۍ چاودنه بلل کیږي. د چاودنې غږ تر لیرې ځایونو پورې اورېدل شوی دی.
- په چاودنه کې شاوخوا سفارتونو ته هم زیانونه اوښتي. د جرمني سفارت وايي چې د چاودنې له امله د سفارت افغان ساتونکی وژل شول او ځینې نور کارکوونکي یې ټپیان شوي دي.
د ایران، جاپان او ترکیې سفارتونو ته هم مالي زیانونه اوښتي.
- د جرمني حکومت د نن ورځې د خونړۍ چاودنې له امله د هغې الوتکې پرواز ځنډولی کوم کې چې له جرمني نه شړل شوي افغان کډوال کابل ته رالېږل کېدل.
- د افغان ژورنالیستانو مرکز په وینا، د کابل په ننني برید کې د رسنیو دوه تنه کارکوونکي وژل شوي دي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. په وژل شويو کارکوونکو کې د طلوع (موبي ګروپ) عزیز نوین او د بي بي سي کارکوونکی نذیر احمد شامل دي.
- د نن ورځې برید په نړیواله کچه غندل شوی دی.
- وسله وال طالبان وايي، یاد بې هدفه برید دوی نه دی ترسره کړی او نه خپلو ملګرو ته د داسې بې هدفه بریدونو اجازه ورکوي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي ”دا چې پېښه به په چا پورې اړه ولري او د کوم هدف لپاره به د چا لخوا ترسره شوې وي، وروسته به په ډاګه شي، خو اسلامي امارت هره هغه چاودنه او برید غندي چې په ولسي خلکو ترسره شي، ملکي خلک زیان وويني او هيڅ مشروع هدف هم ونه لري. “
- د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
- د کورنیو چارو وزارت ویلي د نن ورځې په چاودنه کې شاوخوا ۵۰ مُلکي موټر له منځه تللي دي.
- په کومه سیمه کې چې نننۍ چاودنه/ برید رامنځته شوې ده د بهرنیو هېوادونو سفارتونه، د یک ټلوېزیون دفتر، د روشن مخابراتي شرکت دفتر، اجرائیه ریاست او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کور ترڅنګ نور ګڼ مهم بنسټونه پکې موقعیت لري چې له همدې کبله یې امنیتي تدابیر خورا ټینګ دي.
- د نن ورځې د چاودنې هدف لا تراوسه پورې نامعلوم دی.
- جمهوري ریاست او کورنیو چارو وزارت د تل په څېر یو ځل بیا ویلي، چې د نننۍ چاودنې په اړه څېړنه کوي او هغه کسان به مجازات کړي چې په پېښه کې لاس ولري.
طالبانو د کابل وروستی برید غندلی دی
کابل له خونړۍ چاودنې وروسته- انځورونه



