د بې وسۍ چیغې!

عبدالله ریحان

پر زړه سوری پرهر پرهر یم څوک مې غږ نه اوري

د وران تصویر یو ګونګ منظر یم څوک مې غږ نه اوري

 

ستړې اروا مې د ارمان په غیږ کې ساه ورکوي

ډوب په دریاب کې لکه غر یم څوک مې غږ نه اوري

 

د بې وسۍ چیغې مې پورته تر اسمانه لاړې

په خپل وطن کې مهاجر یم څوک مې غږ نه اوري

 

مظلوم ولس مې د باروتو په لمبو کې سوځي

خدایه ترکومه به کافر یم څوک مې غږ نه اوري

وچه ډوډی لاس کې نیولې دیواله ته ولاړ

یو خوار یتیم یم در په در یم څوک مې غږ نه اوري

 

یو ځل خو راشه زمونږ کلي ته بې غوره یاره

ریحان په تاپسې اوتر یم څوک مې غږ نه اوري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button