فاطمیان او زینبیان څوک دي؟

عزیر اسدخیل

کله چې څو لسیزې مخکې د ایران او عراق تر مینځ جګړه شروع شوه، نو په ایران کې د افغانستان هستوګن شیعه ډلو ټپلو د ایران په غوښتنه، د ایران حکومت ته په لسګونو زره افغان شیعه ځوانان د فوق العاده سرتیرو په حیث ورکړل؛ څو د ایران نه د دفاع او د عراق پر ضد په خونړیو جګړو کې برخه واخلي.

په لسګونو زره افغان تنکیو ځواکونو د عراقي ځواکونو پر خلاف په مخامخ جګړه کې بې هدفه برخه واخیسته، یواځې د ایراني اخوندانو د خوشحالولو لپاره او بس.

طبعي ده چې په جنګ کې مړي کیږي او هم به ټپیان پاتي کیږي چې له امله به یې میندي بورې او میرمنې کونډې کیږي.

دغه افغان زلمیان د ډیرو کمو تومنو په مقابل کې د ایران د لاس اله وګرځیدل، د ایران نه یې ځانونه قربان کړل، د اخوندانو په غولوونکو شعارونو تېر وتل او ووژل شول. په ایران کې د دغو وژل شویو افغانانو د آمارو د راجستر دفتر پرانیستل شو او د جګړې تر پایه د افغان تنکیو وژلو شویو افغانانو شمیر ۹۰۰۰۰ ته ورسید. دغه تنکي ځوانان د ایران او عراق د بېهوده جګړې خاشاک وګرځېدل.

همدا راز اوس ایران یو ځل بیا دغه غریب او بیچاره افغانانو د غریبۍ نه په ګټی اخیستو سره، په لسګونو زره د سوریې بې هوده جګړې ته استولي دي؛ په لسګونو زره یې وژل شوي په سلګونو زره یې ټپیان او همدغه اندازه اسیران شوي دي، چې له کبله یې یو ځل بیا میندي بورې، ښځې کونډې او ماشومان یتیمان شوي دي.

د ایران اخوندي حکومت دغو افغانانو ته په ایران کې د فاطمیانو په نوم د د جلب او جذب دفترونه پرانیستي، او دا ذهنیت یې ورکړی چې ګوندې که څوک غواړي چې د فاطمة الزهراء (رضی الله عنها) څخه دفاع وکړي، نو د ایراني حکومت تر چتر لاندې دې سوریی او عراق ته د جګړې لپاره لاړ شي. همدا راز یې د پاکستاني شیعه ګانو لپاره د زینبیانو په نوم دفتر پرانیستی، او په همدې ذهنیت چې ګوندې که څوک غواړي د زینب (رضی الله عنها) نه دفاع وکړي، نو دې دفتر کې دې جذب او سوریې ته دې د جګړې لپاره ولاړ شي.

همدا اوس نږدې ۱۸۰۰۰ افغان شیعه ګان د فاطمیانو په لښکر کې په حلب، ادلب، درعا، داریا او حومه ښارونو کې د ایران او سوریې د جابر حکومت په ګټه په سختو جګړو بوخت دي، چی یو زیات شمیر یې وژل شوي دي.

همدا راز، یوه بله ډله چې د افغاني او پاکستاني احساساتي تنکیو ځوانانو څخه تشکیل شوې ده، د ابوالفضل العباس د ټولي تر نامه لاندې په دغه غیر اسلامي او غیر انساني جګړی کې بوخت دي.

خو د افغانستان او پاکستان حکومتونو په دې اړه تر اوسه هیڅ ډول اقدام نه دی کړی او دغه لړۍ روانه ده، ورځ تر بلې غښتلی کیږی، دغه افغانان او پاکستانیان د ډیرو کمو پیسو په مقابل کې له خمیني ځیني ځانونه قربانوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button