عصبیة! پښتنو یو کیږو به، کنه ورکیږو..!!!

موسی فرهاد   

دا جمله او د دې مفهوم نور ټکي نن د فیسبوکي پښتونپالو ځوانانو پر والونو کښته پورته کیدل. دوی د ارګ د غنیانو په ننګه د خپلي توکم پالني او عصبیت څرګندونه کوله. هغه له دې امله چې نن په کابل کې د یوې مرموزي کودتا وېره هغه مهال خپره شوه چې غیر پښتنو لاریون کونکو، د ارګ پرخوا منډي وهلي او له ځان سره یې داسی شعارونه زمزمه کول: مرګ پر غني، مرګ پر اتمر، مرګ پر حکمتیار او مرګ پر دغسي څو نورو … أخ و ډب هم ورکي رامنځ ته شو، قریب تر درجن زیات مړه او زخمیان شول.

خبره دا ده چې له خپلو خلکو، خپل وطن، خپل ټبر، خپلي ژبي او خپل کلتور سره مینه او محبت کول رښتیا هم څه بده خبره نه ده. یو صحابي واثله بن الأسقع له رسول الله صل عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ”آیا دا ګناه ده چې انسان له خپل قوم سره مینه ولري؟ رسول الله وفرمایل: نه. دا ګناه نه ده، مګر دا ګناه ده چې انسان د خپل قوم سره د ظلم په کار کې ودریږي.“

له خپل قوم سره د محبت او ښېګڼي کولو ځینی صورتونه دې چې صِله رحمي بلله کیږي او د ستر ثواب کار دی.

مګر عصبیت هغه څه دی چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته جاهلیت ویلی. عصبیت پالونکی یې له خپل امتیته بهر بللی ”لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ“ او په بل حدیث کې فرمایی: ”دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ“ (دا پریږدئ ځکه چې دا بدبویه او ناولې خبره ده).

زه دا نه وایم چې په مقابل کې یې ولاړ ناپښتانه توکمپال، ګویا فرښتې دي او نیکي ارادې لري. د هغوی کړني پر خپل ځای، اما زه هغه پښتونپاله ځوانانو ته حیران یم چې ځانونه صالح او پرلاره برابر هم ګڼي، ځان دومره بشردوست، له ظلمه لیری او زړه سواند ورته ښکاري چې د اختر د قربانۍ د پسه پر وینه هم دموع تمساح څڅوي. خو دلته بیا په شعوري او غیر شعوري ډول د دومره بې ګټي او ستري ګناه ارتکاب کوي. عصبیت ته خلک رابولي، خپل دې ډول ناوړه عمل ته د پښتني ملتپالني نوم ورکوي، چې په حقیقت کې حرام شیطاني عصبیت دی.

دغو ځوانانو چې د ارګ د غنیانو له لوري د ۱۱ تنو بې اسرې پښتنو بندیانو د اعدام حکم واورید له دوی نه یوه هم ږغ اوچت نه کړ چې پښتنو یو کیږو به، کنه ورکیږو. ولي بې ګناه پښتون د پردۍ شیطاني دسیسې په تور اعدامیږي؟؟؟

کله چې د ارګ د غنیانو په غوښتنه روزمره پر پښتني کلیو، کورونو او جوماتونو بمونه غورځول کیږي؛ دوی ېې په وړاندي د پښتنولۍ ږغ نه اوچتوي. دوی کله هم نه دي ویلی چې امریکایان دې زموږ وطن پریږدي، زموږ پر پښتانه ولس دې بمبار نه کوي. دوی هیڅکله نه دي ویلی چې وطن ته مو راغلې بدبختۍ د پردو اشغالګرو له لاسه دي، راځئ چې پر ضد یې د هغو پښتنو ملګري شو چې هغوی یې په وطن کې نه غواړي او جهاد ورسره کوي.

خو نن چې یو څو قهرېدلو پاړسیوانانو د ارګ د نامانوسه پښتنو پرخوا ډبري ویشتي، دوی ټولو کمپاین پیل کړ هلئ پښتنو راپورته شئ، دښمن مو پر وطن او ناموس د یرغل اراده لري. پدرام، مسعود، دوستم صالح او نور ډبري ویشتونکي مو د ارګ د غني او اتمر څوکۍ راڅخه نیسي.

دغه ناخبره او غولیدلي پښتانه ملتپال له اشغالګرو څخه هیڅ بد نه وړي حتی د خوښۍ چکچي ورته کوي چې دا ۱۷ کاله یې د ارګ په شمول ټول افغانستان په ګروت کې راوستی، دوی هغه تر اوسه هم سوله ساتي بولي که څه هم یو لک او اوه نوي زره بې ګناه افغانان یې په شهادت رسولي او تر دې زیات یې په زندانونو کې اچولي او دغومره یې له کورونو شړلي دي.

خو په دغو پښتنو ملتپالو کې دومره همت پیدا نه شو چې د خپلو نیکونو په څیر آواز اوچت کړي چې هلئ پښتنو را پاڅئ د یرغلګر دښمن په وړاندي ودریږئ، سره یو موټی شئ کنه ورک کیږو. دا مو د ایمان غوښتنه هم ده او د پښتني ملتپالني روحیه هم، دا مو د افغان فطري حمیت ارزو هم ده او د ناموس ساتني تقاضا هم.

په هغه وخت او هغه ځای کې چې د یو موټي کیدلو اړتیا وي؛ زموږ د دې پښتون ملتپالو احساس، ایمان او غیرت خاموش وي، خپل خلک نه را بولي چې را ټول شئ، سره یو موټی شئ، کنه ورک کیږو، خو په هغه ځای کې را ټولول او یو ځای کول یې د جاهلیت، عصبیت او بدبختۍ لپاره وي؛ نو دوی بیا ترټولو وړاندي وړاندي کیږي، ناري سوري وهي، کمپاین چلوي چې هلئ پښتنو را ټولیږئ کنه ورکیږئ.

آیا د پرون د لاریون کوونکو صالح او نا صالح انسانان به د ارګ تر غنیانو او اتمر خېلو ډېر منحوس خلک وي، زه خو هیڅکله فکر نه کوم چې دا د یوه تور خره غوږونه دي په دې و ارزي چې پښتني او نا پښتني دواړه توکمپالان ځوانان دې د هغوی د یو بل په ننګه ودریږي او هغوی دې د خپلو قومونو استاځي وګڼي. ځکه چې ارګ میشتي او له ارګ نه دباندي ډبري ویشتونکي دواړه د امریکایی یرغلګرو بدبخته ګوډاګیان دي چې دا وطن یې د اور پر تبۍ درولی دی. الله تعالی دې نور د دوی له نحوست نه زموږ دا پاک وطن او بې چاره ولس ته نجات ورکړي.

زما دا خطاب هغه سیکولرو پښتنو ملتپالو ته نه دی چې د جاهلیت د زمانې په څېر، په شعوري ډول، له وخته د عصبیت په ناوړه او پلیته ناروغۍ اخته وي، بلکي هغه ځوانانو ته دی چې په نا آګاهانه او غیر شعوري ډول د عصبیت او قومپالني پرلور ورو ورو روان دي، په ناپوهي سره خپله سپیڅلتیا په ناولتیا بدلوي.

پای.

موسی فرهاد

2017- جون-3

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button