ملا محمد مطمئن
د مورچل غم
دا چې ژاړمه د بل غم راسره دی
په دې نه یمه چې خپل غم راسره دی
هرې خوا راسره ګرځي لکه سیوری
د مظلومو خلکو تل غم راسره دی
دا چې څنګه د اغزو په منځ کې اوسي
هک حیران یمه د ګل غم راسره دی
ماته نه راځي خوبونه تر سهاره
ای ملګرو د مورچل غم راسره دی
ظالمانو ترې نه ګل ورورکی شهید کړ
د خورکۍ د ړنګ اوربل غم راسره دی
دا چې نن مې د زړګي ستنې کږې دي
د زخمي،زخمي کابل غم راسره دی
زه چې نیمه شپه د خیال آسمان کې ګرزم
مطمئنه د غزل غم راسره دی
ماته نه راځي خوبونه تر سهاره
ای ملګرو د مورچل غم راسره دی
ظالمانو ترې نه ګل ورورکی شهید کړ
د خورکۍ د ړنګ اوربل غم راسره دی
دا چې نن مې د زړګي ستنې کږې دي
د زخمي،زخمي کابل غم راسره دی
زه چې نیمه شپه د خیال آسمان کې ګرزم
(مطمئنه) د غزل غم راسره دی

















