(کابل ټکی کام : پنجشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢۱/ ٢٠١٥ م نومبر ١۲)
قربان حقجو د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې رییس وایي د کورني توليداتو د ښه بازار لپاره هېواد ته د وارداتي توکو ګمرکي تعرفې به لوړې شي .
نوموړي زیاته کړه چې د دغې طرحې له مخې د کورنيو توليداتو د ښه بازار لپاره بايد پر وراداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړو تر څو د وارداتي توکو ارزښت نور هم زیات شي .
دغه وینا تېره ورځ حقجو هغې غونډې په ترڅ کې وکړه چې د ننګرهار صنعتي ښارګوټي ته برېښنا ورکولو په موخه جوړه شوې وه .
په غونډه کې د ننګرهار والي سليم کندزي هم ګډون درلود، او د غونډې په ګډونوالو يي غږ وکړ چې ټول هېواد وال دي د له کورنيو تولیداتو ګټه واخلي او بازارونو ته يي ارزه کړي ، چې ددې دوه موخې دي یوه دا چې زیات شمېر هېوادوال به کار پیدا کړي او بله موخه يي داده چې د افغانستان اقتصاد به وده وکړي .
سلیم بریال


















