(کابل ټکی کام : پنجشنبه ( ١٣٩٤ لړم ٢۱/ ٢٠١٥ م نومبر ١۲)
د افغانستان کرکټ بورډ د له لوري د انټرکانټنيټال څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره خپل لوبدله اعلان کړه .
ټاکل شوېده چې دغه څلور ورځېنۍ سیالي به د روان ۲۰۱۵ زېديزکال د نوامبر دمیاشتې په ۲۴ نېټه پیل شي.
د دغو سیالیو کوربه هېواد به د متحده عربو امارت وي، چې دشارجې په نړیوالي لوبغالي کې ترسره کېږي.
نسیم الله دانش د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس وایي چې، افغان کرکټ ملي لوبډله د سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري او د دغو سیالیو ارزښت ته په کتنې سره به د اتلولۍ ترلاسه کولو لپاره به غوره او په زړه پورې لوبه وکړي .
شفیق الله ستانکزي دکرکټ بورد اجروي رئیس وايي د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د بریاو ترلاسه کولو وروسته د ملي لوبډلې مورال لوړ شوی دی او ددوي پوره چمتوالی د دغو څلورو ورځنيو سیالیو ته ډاډ من وښود.
سليم بریال



















