رښتینې توبه!

ع. بصیر حامد
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم اورېدلي، ویل یې؛ په مخکینیو امتونو کې درې کسان چیرته روان شول، تر دې چې یوه غار ته یې شپه ورسوله، کله چې هلته ورننوتل، د غره له لوري یوه لویه تیږه راوښویېده او غار خوله یې وربنده کړه. نو خپلو کې یې سره وویل: له دې مصیبته یوازې په دې خلاصېدای شو، چې د خپلو نېکو عملونو په وسیله الله ته سوال وکړو.
نو یوه وویل:
خدایه! زما خو ډېر زاړه مور و پلار ول، ما به له دوی دواړو مخکې خپل اهل و اعیال او مریانو ته پۍ نه ورکولې. بیا یوه ورځ د اړتیا له مخې چیرې لرې تللی وم، نو راباندې ناوخته شوه او داسې وخت کور ته راورسېدلم، چې دوی دواړه ویده شوي و. ما د هغوی پۍ وروړې، نو دوی مې ویده وموندل. نو دا مې بده وګڼله چې له دوی مخکې یې خپل اولاد او مریانو ته ورکړم. جام په لاس دوی ته مې انتظار کاو. چې کله به راوښیږي. تر دې چې سپېدې وچاودلې او راویښ شول بیا یې خپلې پۍ وڅښلې. نو اې الله! که دا کار مې ستا د رضا لپاره کړی وي، دا تیږه رانه ایسته کړې چې موږ په کې ایسار یو. هغه تیږه لږ وښویېدله، خو ترې وتلی نه شو.
هغه بل کس وویل:
یا الله! زما یوه د تره لور وه چې تر هر چا راته ډېره ګرانه وه، ما به هر وخت له هغې نه د زنا غوښتنه کوله خو دې به انکار کاو. تر دې چې یو کار سخته کاختي راغله، نو دا یې راته مجبوره کړه او راغله. ما هغې ته یو سلو شل دیناره ورکړل، په دې شرط چې ما به له ځانه نه ایساروي. هغې ومنله، تر دې چې زه پرې قادره شوم. تر دې چې په یوه روایت کې راځي چې د دواړو پښو تر منځ د جماع لپاره هم کېناسته دې وویل: چې زه درته حلال نه ګڼم چې په ناحقه مهر مات کړې. ما هم دا کار ګناه وګاڼه او ترې ایسته شوم؛ حلانکې دا تر ټولو خلګو راته ګرانه وه، کوم زر مې چې ورکړي ول هغه مې هم ورپرېښودل. نو یا الله! دا کار مې که د ستا د رضا او خوښي لپاره کړی وي، نو دا تیږه رانه ایسته کرې او موږ ترې خلاص کړې. هغه تیږه لږ نور هم ایسته شو خو دوی بیا هم ترې نه شو وتلی.
دریم کس وویل:
یا الله! ما یو څو کسه مزدوران نیولي وو. ټولو ته مې خپله خپله مزدوري ورکړه خو یو کس پاته شو او هغه خپله مزدوري پرېښوده او لاړ. ما یې هغه روپۍ په کار واچولې تر دې چې له دغو پیسو ډېر مال جوړ شو. بیا ډېره موده وروسته راته راغی، ویلې: اې د الله بنده! زما حق راکړه، ما ورته وویل: دا هر څه چې وینې اوښان، غوایان میږې او مریان دا ټول ستا د مزدوري دي!؟ هغه وویل: اې د الله بنده! ملنډې مه راپورې وهه؟! ما ورته وویل: ملنډې خو نه درباندې وهم! هغه ټول مال واخیست او له ځان سره یې یووړ او هیڅ شی یې پرې نه ښودل. نو اې الله! که دا کار مې د ستا رضا لپاره کړی وي، نو دا تیږه رانه لرې کړې؟! هغه تیږه لږ وښویېده او دوی ترې راووتل.
(اخرجه البخاري)۲۲۷۲(و مسلم)۲۷۴۳( و احمد ۲/۱۱۶)
د حدیث ګټې:
له دې حدیث نه لاندې فایدې رامعلومې شوې:
- د مصیبتونو او تکلیفو لپاره د الله جل جلاله نه دعا غوښتل په کار دي؛ بلکې د دې کار د قران کریم په یوه ایات کې ورته اشاره هم شوې ده، الله فرمایي: ﻭَﻗَﺎﻝَ ﺭَﺑُّﻜُﻢُ” ﺍﺩْﻋُﻮﻧِﻲ ﺃَﺳْﺘَﺠِﺐْ ﻟَﻜُﻢْ ۚ “)غافر: ۶۰) ترجمه: او ستاسې رب وایي: چې ما دروبولئ زه به مو سوال قبول کړم.
- د نېکو عملونو وسیلې روا والی.
- له مصیبتونو او بدیو نه د خلاصون لپاره بنده ته تقوا ډېره مهمه ده، لکه څرنګه چې الله فرمایي: (ﻭَﻣَﻦ ﻳَﺘَّﻖِ ﺍﻟﻠَّﻪَ ﻳَﺠْﻌَﻞ ﻟَّﻪُ ﻣَﺨْﺮَﺟًﺎ) سورة الطلاق
ترجمه: او څوک چې الله نه ویر نه کوي، الله به هغه ته د خلاصون لار پیدا کړي.
- د مور و پلار سره ښه چلند او د هغوی خدمت په ډاګه کېدل، همدا راز دوی ته لومړیتوب ورکولو فضیلت.
- له نامحرمو مېرمنو نه د لرې اوسېدلو فضیلت.
- د عقد اجارې جواز څرګندېدل؛ اجاره هغې بیې ته وایي: چې د مالومې نېټې لپاره د ځانګړې بیې په بدل کې ګټه تر لاسه شي.
په قران کریم کې هم د دې بیې د روا والي دلیل شته؛ (فَاِنْ اَرْضَعْنَ لَکُمْ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ) (سورة الطلاق ۶)
ترجمه: نو که بیا یې ستاسې بچیانو ته تی ورکاوو، نو مزدوري یې ورکړئ.
او حدیثو کې یې هم د روا والي په اړه حدیث شته. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله تعالی فرمایي چې درې کسان دي چې قیامت په ورځ به یې زه دښمن یم؛ یو هغه چې زما په نوم چاته لوړه ورکوی او بیا په کې دوکه کوي، بل هغه چې څوک اصیل ازاد بنده خرڅ کړي او روپۍ یې وخوري او بل هغه چې څوک مزدور ونیسي کار پوره ترې واخلي خو مزدوري یې ور نه کړي.
- د ښې راکړې ورکړې غوره والی.
- په معاملاتو کې د امانت او سخاوت ښه والی.
- او همدارنګه له دې حدیث نه دا هم ثابته شوه، چې د اولیاوو او ښو خلګو کرامات په حق دي. لکه څرنګه چې د اهل السنة و الجماعة مذهب دی.
رب دې موږ ټولو ته د ریښتینې توبې توفیق راکړي. آمین ثم آمین



