(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل
په رياض کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې ښايي په سعودي کې بريدونه ترسره شي.
په رياض کې د امريکا سفارت په خپله رسمي ټويټر پاڼه خپلو اتبادعو ته خبرداری ورکړی، چې له ګرځېدو راګرځېدو سره احتیاط وکړي، ځکه په سعودي کې د داعش او القاعده ډلو له لوري د بريدونو کولو ګواښ موجود دی.
په دغه خبرپاڼه کې هغو کسانو ته چې دغې هېواد ته د سفر اراده لري ويلي، چې له سفر مخکې دې سوچ وکړي ځکه دلته امنيتي مشکلاتو د راپيدا کيدو امکان شته.
تر دې مخکې د رويټرز خبري اژانس د داعش له لوري په سعودي کې د احتمالي بريدونو راپور ورکړی و.
د ايران مرکز تهران کې له بريدونو وروسته د داعش پورې اړوند (الاعماق) خبري اژانس له لوري هم په سعودي عربستان د بريدونو کولو ګواښ وکړ.


















