راپورتاژ: الماس خدرخېل
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له لوري د (دعوت او ارشاد او جلب جذب ) په نوم کميسيونونه جوړ شوي، چې وخت ناوخت د هېواد په ځينو برخو کې سترې غونډې جوړوي او خلک خپلو صفونو ته دعوت کوي.
په همدې سلسله کې دغه کميسیون د پکتيا ولايت ته هم راغلی و چې زمونږ د کابل ټکی کام همکار يې په غونډو کې برخه اخيستې او وايي چې د دوی غونډو کې علماء، قومي مشران، د ليسو او مدرسو استادان او په ګڼ شمير کې ولسي خلکو ګډون درلود.
په غونډه کې د پکتيا ولايت د ياد کميسيون مسئول د لیسو او مدرسو مديرانو معلمانو سره په روانو حالاتو خبرې وکړې او هغوی ته يې وويل چې د دښمن د شومو هدفونو او د موجوده (فاسد نظام له جنایته ډک پلانونه) چې د تعليم په برخه کې کړي او کوي بايد ورته متوجه شۍ او دغه راز د نوي نسل د سالمې روزنې په اهميت يې مفصل بحث وکړ.
دغه غونډې په ځانګړې ډول په ولسونو کې د علماوو، استادانو، قومي مشرانو پر مسؤولیت او د هغوی سره پر مشورو او د ولس پر پوهاوي د ياد کميسيون له لوري جوړې شوې وې.
همدارنګه په دغه غونډو کې چې په سيدکرم ولسوالۍ، ځاځي اريوب، احمدخيلو او زرمت ولسواليو کې ترسره شوې پکې د مرکرز ګرديز څخه راغلو علماو، قومي مشرانو ګډون درلود، چې پکې علماو په روانو حالاتو، د ولسي خلکو پر پوهاوي، له حکومت او خارجي (يرغلګرو) سره له دوستۍ نه د لاس په سر کيدو خبرې وشوې او د غونډې په جريان کې له هغو خلکو غوښتنه وشوه چې خپل بچي، ورونه او خپلوان د (عسکرۍ- خارجي عسکرو سره د دندو) څخه وژغورۍ.
د دغه ولايت د طالبانو د دعوت ارضاد او جلب وجذب مسئول مولوي راز محمد حامد د غونډې په برخه والو، قومي مشرانو او علماړ غږ وکړ چې په دې رابطه خپل مسئوليت ادا کړي او خپلو قوم غوليدلو بچيانو (عسکرو) ته اعتماد ورکړي چې د (اسلامي امارت) د عمومي عفوې څخه په استفادې ځانونه د دنيا او اخرت له ملامتۍ وژغوري او له دې صفونو راجلا شي.
د کابل ټکی کام همکار په وينا په غونډه کې يو شمير علماؤ هم خبرې وکړې او دا يې يو شرعي مسئوليت وباله.
د وروستيو غونډيو په پايله کې د سيدکرم او مرکز ګرديز اړوند يو شمير د ملي اردو، ملي پوليسو او د امنيت کارکوونکي ياد کميسيون ته د قومي مشرانو په ضمانت راوستل شول او دا ژمنه يې وکړه چې نور به په دولتي ادارو کې کار نه کوي.
دغه راز يادو کسانو ته د دغه کميسيون له لوري د تسليمۍ کارډونه او او ورسره د طالبانو له لوري ورته د امن وعده ورکول شوه.
د دغه کسانو نوملړ د کميسيون له لوري نه دی خپور شوی.
خو د طالبانو یاد کمیسون هره میاشت د یوې اعلامې په خپرولو سره د هغو خلکو نوملړ اعلانوي چې د دوی په هڅو د دولت له لیکو جلا شوي وي او دوی ورته «امان» ورکړی وي.
یاده دې وي چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد کمیسون، د ملي اردو سرتیري، پولیس، اربکیان او دولتي منسوبین د دولت له لیکو راجلا کوي او هغوی ته په عادي ژوند کې د خوندیتوب ډاډ او تضمین ورکوي.
د غربي چارواکو او رسنیو په وینا طالبان د افغانستان د خاورې پر پنځوسمه برخه پوره واک لري او په پاتې برخه کې هم اغیز لري.


















