یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

نړۍ د دجال په لومو کې! – څلورمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 14, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
20
ځلې شریک شوی
251
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter
 ابو یاسر افغان
څلورمه برخه

د دې لپاره چې د نړۍ هېوادونه په بشپړ ډول د دجال د واک لاندې راشي، یهودي قوتونه څه ډول دغه چاره تر سره کوي؟ دوی پوهیږي چې د دجال په مخکې به ستر خنډ جهادي حرکتونه وي کوم چې له اسلامي هېوادونو را ټوکیږي، نو همدغه حقیقت ته په کتو یهودي کړۍ او استخباراتي سازمانونه د اسلامي هېوادونو د کنټرول د تر لاسه کولو لپاره هره ممکنه حربه استعمالوي، اسلامي هېوادونو ته سودي پورونه ورکوي، په اسلامي هېوادونو کې صنعتي پروژې اخلي، تعلیمي، روغتیایي او اقتصادي برخو کې یې خپل مشاورین او جاسوسان داخلوي او بلاخره خبره دې ځای ته رسیږي، چې د یادو هېوادونو واکمنان خپل مخلص غلام جوړ کړي او بیا هر هغه څه چې دوی یې ورته وایي، هغوی یې مني او پخپل ولس یې عملي کوي چې نن ورځ موږ د دې حقیقت شاهدان یو، په دغه برخه کې هم یهودي سازمانونه د هغوی هر ډول ملاتړ کوي تر څو د خپلو ولسونو له مقاومت سره مخ نه شي.

دا چې روانه پیړۍ د ټیکنالوژۍ پیړۍ ده، نو په قصدي ډول اسلامي امت پرمختګ ته نه پریښږدل کیږي، اسلامي هېوادونو کې یهودي سازشونو دومره کار کړی چې اوس یې پخپله همدغه هېوادونه یو د بل پر وړاندې درولي دي اود انګلیس هغه زوړ فرمول چې ((بېل یې کړه، ایل یې کړه))  نه ګټه اخلي، په یو اسلامي هېواد کې د حکومت او په بل کې د اپوزیسیون ملاتړ کوي، یا داسې کوي چې یهودي فریمیسن په اسلامي هېوادونو کې په یو نوم د حکومت او په بل نوم د اپوزیسیون ملاتړ کوي، پدې ترتیب په داخل کې ورته ستونزې زیږوي او نه پریږدي چې پرمختګ وکړي، کله چې داخل کې ستونزی زیاتي شي، نو د منځګړتوب لپاره بیا هم یهودي فریمیسن لاسونه را اوږدوي او په همدې ترتیب په داخل د اسلامي هېوادونو کې دوی خپل مرکزونه جوړوي، په نوم د سفارتونو، قونصلګریو او مؤسسو، هلته ځای نیسي او بیا خپلې دجالي پروژې عملي کوي.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

څو مهم بنسټونه:

امنیت شوری: د ملګرو ملتونو د عدالت او مساوات درواغجنه داعیه دلته هم معلومیږي چې د ټولې نړۍ واک یې د پنځو کفري هېوادونو په واسطه ولجه کړی، امریکا، روسیه، چین، فرانسه او برتانیا، هغه هېوادونه دي چې که ټوله نړۍ یوه فیصله وکړي او یو له دغو پنځو هېوادونو هغه و نه مني، نو دغه فیصله نه عملي کیږي او نه یې څوک د عملي کولو جرأت کولی شي، پدې ځای کې تاسو وګورئ چې یو اسلامي هېواد هم په امنیت شورا کې ځای نلري، که چېرته ۵۷ اسلامي هېوادونه یوه فیصله وکړي، او یو له دغو پنځو ویټو قوتونو هغه فیصله رد کړي، نو په عمل کې نه شي پلي کیدای!!

نړیوال بانک: هغه چې د ټولې نړۍ اقتصادي نظام یې په سودي بڼه اړولې، اسلامي هېوادونه یې هم د درنو پورونو په واسطه مهار کړي دي، تاسو وینۍ چې د کاغذي پیسو او کریډیټ سیسټم ټول واک د دغه یهودي بانک په واک کې دی، اسلامي هېوادونه چې د تېلو او سرو زرو له پلوه غني هېوادونه وو اوس له دغې شتمنۍ هم خلاص دي، پخوا به خلکو د سروزرو سکی کارولی، هغه به په هر وخت کې د چلند وړ وی، خو اوس د سروزرو سکی نشته ځای یې کاغذي پیسو او کریډیټ سیسټم نیولی او دا داسې بې اعتباره سیسټم دی چې هر وخت یهودیان وغواړي دا دواړه سیسټمونه ناچله او له کاره لویدلي اعلانولی شي، بیا به هغه اسلامي هېوادونه څه کوي چې خپل سره زر او سپین زر یې نړیوال بانک ته د کاغذي پیسو په بدل کې ورکړي دي؟؟ معلومه خبره ده چې هغه وخت به بیا هم د یهودو هره غوښتنه به مني.

طبیعت: مخکې مو هم دې برخې ته اشاره وکړه، د دجال په هکله معلوماتو کې راځي چې د ده له راتګ نه مخکې به وچکالي بیخي زیاته شي، نو کله چې وچکالي زیاته شي، طبیعت یا چاپیریال، اوبه او هوا متضرره کیږي، ځمکې به حاصلات ورکول پریږدي، لوږه به زیاته شي او… اوس نو وګورئ چې اسلامي هېوادونه د پریمانه اوبو د درلودلو باوجود بیا هم د ضرورت وړ غنم او سبزیجات له نورو هېوادونو اخلي یا د تازه سبزیجاتو پرځای د یهودي کمپنیو جوړ بازاري بې کیفیته او له میکروبونو ډک خوراکونه استعمالوي، غوښه، لوبیا، شیدې او شیرنخود یا چڼه دا هغه عمده خوراکونه دي چې استعمال یې زموږ د ژوند یو نه رفع کېدونکې ضرورت دی، خو دا چې د وچکالۍ په سبب د دغو خوراکي توکو حاصلات یا کم او یا بیخي نشته، نو د مجبوریت په سبب باید بازاري توکي واخلو، د چرګانو تیارې غوښې او هګۍ چې فارمونو کې تولید او برابریږي، د طبیعي یا کورنیو هغو په دریمه برخه ګټه هم نلري، مګر د هغوی ځای یې نېولی دی، کله چې موږ دغه کارټني محصولات استعمالوو، نو خپله روغتیا پخپله زیانمنوو، چې د ناروغۍ په سبب بیا هم اړ یو تر څو ډاکټر ته ولاړ شو او هلته بیاهم همغه درمل پلورل کیږي چې د یهودي کمپنیو تولید دی اوس نو پخپله فکر وکړئ چې یهودو څه ډول نړۍ او بیا په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه تر خپل اثر او واک لاندې راوستي او خپلو تولیداتو ته یې اړ کړي دي؟!

خبره په همدې ځای پای ته نه رسیږي، د کورنیو څارویو او مرغانو د نسل په کمبود سره نني انسانان د طبیعت له دغې قیمتي ډالۍ نه هم خلاص شول، پخوا به سفر په اسونو، اوښانو، قچرو یا خرو و، چې روغتیا ته د تاوان پرځای یې ګټه رسوله، د څارویو فضله موادو هم طبیعت ته د تاوان پرځای ګټه رسوله، له اقتصادي پلوه هم بیخي اسانه کار و، خو اوس د ماشیني وسایطو استعمال عام دی، کوم چې له یوې خوا اقتصادي تاوان لري او له بلې خوا یې لوګی هغه زهر دي چې ټوله فضا یې زهرجنه کړی ده؛ پخوا به کورونه په کورنیو څارویو او مرغانو آباد و، ناروغۍ دومره نه وی او که به څوک ناروغ شو، نو هم د علاج لپاره به یې د کاریزونو، چینو او بارانونو پاکې اوبه، طبیعي بوټي او کورني خوراکونه مؤثر علاج وو، خو د نن ماشیني دور کې د طبیعت خلاف انسان د مصنوعي تولیداتو په استعمال فخر کوي، ښه پوه، با سواده ځوان او پیغله به وي، د چینو او کاریزونو پاکې اوبه به میکروبي ګڼي، خو د یهودي کمپنیو خوسا او مجهول الکیفیت منرال واټر یا بوتلي اوبو په استعمال به فخر کوي…

نور بیا

مخکینې مطلب

اوس د قبلې صحیح لوری په خپل موبایل کې د ګوګل په مرسته پیدا کړی!

بل مطلب

د میني راز- نظام کندهاری

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com