چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

اوس به وګورو چې پاکستان د امريکې د امر په وړاندې څه کوي ؟

امین الله نشرونکی: امین الله
جولای 1, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
109
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

امريکې او متحدینو یې یو ځل بیا د افغان طالبانو پر وړاندې ګواښ کړی چې څلور زره (۴۰۰۰) عسکر به په داسې حال کې افغانستان ته رالېږي چې لږ وړاندې یې یولک او دېرشو زرو (۱۳۰۰۰۰) مجهزو او په عصري تکنالوژۍ سمبالو وسلوالو ماتې پکې وخوړه ! خو دا ځل یې د افغان طالبانو د ګواښلو تر څنګ په پاکستان هم غږ کړی چې باید په خپلو سيمو کې افغان طالبان له منځه یوسي (فقط ته وا د ټولو ملکونو مشران د ده مامورین دي) او دغه غږ ټرمپ خان لالا کړی ؛ چې هغه د پخوانیو سادګانو خبره (ځانته اینجه بیا هم وايي) هسې مال موږ افغانانو خو نړۍ ته افغانیت او اسلامي اخووت وښود او د یوه اسامه ابن لادن له امله مو په لکهونو بچي ، جوړ نظام او آن خپل کلي او کورونه له لاسه ورکړل او موږ لا هم دا دی کړيږي ، ځوريږو او ځپل کيږو مګر دغې قربانۍ ته د نړۍ په هېڅ ګوټ کې بل څوک تیار نه وو ؛ خو متأسفانه چې همغه عرب ځوان آخر هم (اسلام آباد ته نږدې) په اېبټ آباد کې په داسې حال کې د خاصو امرکايي کمانډویانو له خوا شهید شو چې په خپلو الوتکو کې ورته راغلي وو او د پاکستان حکومت یې لا خبر کړی هم نه ؤ ؛ که څه هم چې پاکستان وايي : زموږ ملک زموږ په واک کې دی ! مګر کله کله يې له واکه وزي ! شاید چې د کمزورۍ ، ډېر فشار او یا د ډېرو پیسو له امله به وي ؟ والله اعلم !
نو هسې مال چې اوس به نو ته وا آمریکا ته څه ووایي ؟ آیا هغه افغان طالبان به لاستړلي ورته وسپاري چې ځينو به يې ریښتیا هم د پاکستان تر اوسني قلمرو لاندې په کوزه پښتونخوا کې سیاسي پناه اخيستې وي او پاکستاني حکومت به يې د امن تضمین هم کړی وي لکه : اختر محمد منصور ، ډاکټر نصیرالدين حقاني ، بدرالدين حقاني او سلګونو دغو ته ورته نورو ځوانانو غوندې ؟ که به یې په خپلو لاسونو باندې تورو جيلونو ته ټېل وهي لکه : د هلمند والي ملا عبدالمنان آخند ، ملا برادر آخند ، زما ګران استاد ! استاد محمد یاسر وردګ ، د کندز والي ملاعبدالسلام آخند او په سلګونو هغو نورو افغان طالبان غوندې چې په میرانشاه او ميرله کې يې ونيول او بیا يې د تورو تمبو شاته واچوول ؛ چې اوس هم په جېلونو کې د خپل تیاره برخلیک په تمه شپې او ورځې تېروي ، هغه هم په داسې حالت کې چې نه څوک د یوه بندي په توګه حقوق ورکوي او نه یې چاته درک شته چې چېرې دي ؟ ژوندي دي او که مړه ؟ او که به له امریکې څخه و نه ډار شي او خپل ایماني زور به ورته ښکاره کړي ؟ کله موږ چې په 2001 م کال کې ورته و ښود ؟ مانا دا چې انکار به وکړي او که  به ځواب ورکړي؟ له اوضاع نه خو داسې معلوميږي چې افغان طالبان په ټوله نړۍ کې د یوې ورځې آرام تېرولو ځای هم نه لري او هغه ړانده چې وايي : ((افغان طالبان په پاکستان کې امن ځایونه لري)) یقيني چې هغوی څومره له منطقه ليرې او ړوند استدلال کوي ، قسم په الله چې د افغان طالبانو په حال د هر باوجدانه انسان زړه باید درد وکړي ! ما به هم یو وخت کې دا خبره کوله چې ګواکي طالب مشران به آرام او سوکاله وي ، یوازې کشران به يې ستونزې ګالي ؟ مګر کله مې چې تحقیق وکړ او حالات راته معلوم شول ، نو قسم په الله ! داسې ژوندونه یې دي لکه په سره تبۍ چې څوک ناست وي او هېڅ  طاقت یې نه کيږي. هسې که څوک په الله باور کوئ  نو دا خبره د ومني چې زه د طالبانو د پاره تبلیغ نه کوم ؛ چې تاسو اوس بیا په کمېنټونو کې ښکنځلو ته کش ورکړی ! یوازې له دې امله مې زړه بديږي چې طالبان افغانان دي ؛ خو نه یوازې دا چې په خپل کلي کې د ژوند کولو حق څوک نه ورکوي ، بلکې نړۍ هم دوکې ورسره کوي ، ټول لکه ښکارزنان هغه خپل ښکار ته ! داسې (ويتې) خولې ورته ناست دي ؛ له یوې خوا يې دوست ګڼي او خواخوږي ورسره کوي ، له بلې خوا يې په شارګونو کې په خنجر و هي ، زه وایم چې ګورئ ! دا وخت تېريږي ، سبا به بیا دغه د غرب مزدوران څنګه پورته ګوري لکه نن چې خلقیان او پرچمیان خجل دي! آخر دا نړیوال څه ډول د بشر حقوقو ته ژمن دي ؟ آیا طالب په ټوله نړۍ کې د ژوند کولو حق نه لري ؟ زه په خپل آند داسې وايم : زما د په الله قسم وي چې په طالب ځمکه سره شي ؛ هغه نخرې خو ووینئ چې په تاريخ کې مو نه وي ليدلې ! تاریخ راوړي او وایي : کله چې سلطان صلاح الدين ایوبي بیت المقدس کلابند کړ نو یې ملګرو ورته وویل چې : ټول غاصب اسرائيل به نن وژنو او همدا يې وخت دی ؛ تر څو نړۍ له دغو شريرو څخه خلاصه شي ؟ ایوبي صاحب ورته وویل چې نه ! که تاسو له دوی څخه د ژوند کولو حق واخلئ او هغوی په دغې نکته پوه شي چې ګواکي : نور ژوند نشو کولای ؛ نو په لومړي قدم کې بیت المقدس او زموږ د محمد رسول الله (ص) صخره ورانوي ، بیا خپل ماشومان او تورسرې وژني ، له هغه وروسته بیا دوی له تاسو سره تر آخري سلګۍ جګړه هم کوي ؛ چې په داسې حال کې خو لومړی د جګړې د بایللو امکان هم شته او که فرض کړه ! موږ بریالي شو ؛ نو بیا به ړنګ ـ بنګ ښار ، له منځه تللي مقدسات او د تورسرو او ماشومانو مړه اجساد به څه کړو ؟ نړۍ به هم را توف کوي چې : مسلمانان بې رحمه او وحشیان وو قتل عام یې وکړ هلته بیا څوک دا نه وايي چې پلارونو یې اولادونه ووژل ، بلکې موږ به یاديږو ؟ خو ملګري یې بیا هم ټينګ شول چې نه ! جګړه ورسره کوو ، دا خو ستا اټکل دی چې داسې به وکړي ، کېدای شي دغسې نشي لکه ته چې اټکل کوې ؟ لنډه دا چې ایوبي صاحب دوی خفه نکړل ؛ خو کله چې د اسرائیلو استازی ورته راغی نو دوی ورته وویل چې : یا تسليم شئ او یا جګړې ته را ووزئ ؟ نو هغه قاصد همغه د صلاح الدين ایوبي له اټکل سره سمه خبره ورته وکړه او ويې ویل چې : موږ داسې تصمیم لرو نوره مو خوښه ؟ وروسته ملګرو صلاح الدين ایوبي ته وویل چې په ريښتیا ته هوښیار امیر يې ! بیا صلاح الدین صاحب په همغه پیمان د قدس له اسرائيلو سره لاسلیک وکړ چې امیرالمؤمنین (حضرت عمر فاروق) ورسره لیکلی او امضا کړی ؤ ؛ مګر ده هغه یهود ټول د قدس له ښاره و ایستل چې له اروپا نه سل کاله وړاندې د قدس ښار ته راغلي وو او د مسلمانانو ځمکې يې قبضه کړې وې ، یوازې د یورشلم یهودان یې پرېښوول. نو اوس هم ! که په طالبانو ځمکه سره شوه ، کېدای شي ډېرې خرابۍ لا وکړي ؛ چې اوس به یې سړی تصور هم نشي کولای ؛ نو جګړه د حل لاره نه ده ! که څوک ريښتيني افغانان وي او افغانۍ شيدې یې رودلې وي او یا پاکستانیان ريښتينې ورورولۍ او ګاونډيتوب ته ژمن وي ؛ نو باید د افغان طالبانو خبرې واوري او ستونزې ورسره حلې کړي ، که دا کار و نه کړي نو د سبا تاريخي مسئولیت به د دوی په اوږو بار وي. زه نه وايم چې یوزاې د طالبانو خبرې سمې دي نورې ټولې غلطې ! خو زه وایم چې یو ځل خو د واورېدل شي : که کومه یوه پکې ناروا وه هغه د ليرې شي ؛ مګر داسې نو نه کيږي لکه اشرف غني چې وايي ((یا تسلیم شئ او یا د مرګ تیاری و نيسئ )) دا اوس خبره ده ؟ هغوی راوتلي مرګ ته دي ، خانجان بانجان یې له مرګه وېروي ، فقط ته وا له عزرائیل (علیه السلام) سره يې په دې اړه کومه  خبره کړې.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

مخکینې مطلب

سوریه: موټر بم چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

بل مطلب

د اوسني نړیوال جهاد پر وړاندې پراته خنډونه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com