ليکنه: ابن مبارک احمدزی
2017 – 7 – 2
چېرنه چې نظم وي هلته نظام هم شته او هر نظام یو ناظم لري. د نړۍ پر مخ د انسان د ژوندانه له پیله او د تولید د وسایلو، خوراک، څښاک او ښکار د اسبابو له منځ ته راتلو وروسته بشري ټولنه رامنځته شوه. دغې بشري ټولنې د وخت په تېرېدو سره د پام وړ پرمختګ وکړ. انسانان اړ شول چې د ژوند له پاره یو بل مناسب ځای راپيدا کړي. تر دې چې د قرآن عظیم الشان له ارشاد سره سم انسانان په شعبو شعبو او قبیلو قبیلو ووېشل شول.
په انسانانو کې د ځان د دفاع مکانیزم وده وکړه، وروسته د مال او پانګې د خوندیتابه او یا د شهرت غوښتنې له وجې انسان جنګ او جګړې ته مخه کړه. دا جګړه به یا مشروع وه یا نه په دې باندې بحث نه کوو…
راځو خپل اصلي مطلب ته، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله په مکه مکرمه کې په پیغمبرۍ باندې مبعوث شو له لنډې مودې وروسته د مکې د مشرکانو له بد چال چلند سره مخ شو او بې حده سختۍ او ستونزې ورباندې تېرې شوې. کلابندي، لوږه او تنده يې عمده ستونزې وې. پیغمبر صلی الله عليه وسلم پوره ديارلس کاله د مکې د مشرکانو هر ډول زور او زیاتی په ځان ومانه او صبر یې وکړ. وروسته چې کله مدينې منورې ته هجرت کوي نو الله تعالی جهاد په مؤمنانو فرض ګرځوي. مسجد نبوي د اسلامي لښکر د سوق او ادارې د عمومي مرکز حیثیت لاره، په دغه مسجد کې مخصوصې ستنې وې چې کټ مټ د یوه نظام په څېر به یې فعالیتونه کول او کار به ترې اخیستل کېده. د رسول عليه السلام سیرت کې لولو چې هغه به د هرې فریضې اختتام په احسن ډول سره کاوه، جهاد هم یو داسې فرضي عمل دی چې تر نورو عباداتو ډېرې باریکیانې لري.
د روسانو د یرغل پر مهال چې کله په افغانستان کې جهاد پيل شو موږ وليدل چې د روسانو له وتلو سره جهاد و نه درېده، بلکې تر هغه پورې يې دوام وکړ څو د روسانو ګوډاګي او اجیر نظام هم له منځه لاړ. دا چې وروسته بیا څه وشول هغه ځانته جلا خبره ده. اصلي خبره دا ده چې بهرنۍ پديدې او دینونه کله د نظریې په شکل کې وي او کله د افرادو او یا هم د نظام په شکل کې، امریکایانو چې پر افغانستان باندې یرغل کړی دی، له هم هغې ورځې يې د خپل اشغال د تداوم له پاره یو ګوډاګی نظام را منځته کړی او د یاد اشغال په رښتیني تداوم کې واقعا چې داسې ګوډاګي نظامونه ډېر مؤثر واقع کېږي.
د خبرو خلاصه مو داسې ده چې جهاد په اوس مهال کې فرض عین دی او په قرآن عظیم الشان کې يې پای د فتنې تر پای ته رسېدو پورې مقید شوی دی. یعنې د نظامونو پر وړاندې تر هغه پورې وجنګېږئ چې فتنه پاتې نه شي او ټول دین د الله لپاره شي. بنا دا نظر غلط او ناسم دی چې د بهرنیانو له وتلو سره به د طالبانو وسله واله مبارزه او جهاد ودرېږي، دا مبارزه به تر هغه پورې روانه وي چې ټول دین د الله له پاره نه وي ګرځېدلی او د اشغال هېڅ اثر پاتې نه وي. هغه کسان چې دځينو غرضونو لپاره د حديبيي صلحه وړاندې کوي او وايي چې طالبان نه شي کولی دا حکومت نسکور کړي دوی يا متعصبین دي يا ناپوهان، ځکه جهاد چې دفاعي وي هلته به د ځان او مال د ساتنې بند وبست کوې، د دښمن ماتول به هم يو انتخاب وي خو موږ تر خپل توانه مسؤول يو.

















