د امریکا په باسټن ښار كې د لوګان هوايي ډګر ته نږدې یو موټر چلوونکي خپل موټر په پلیو کسانو کې خیژولی .
د راپورونو په اساس یاده پیښه مرګ ژوبله لري خو په هکله یې کره معلومات لا ندي ډاګیز شوي.
بلخوا ځینې سرچینې وایی چې پیښه کې یوشمیر خلک ټپیان دي خو د وژل شویو په هکله تر اوسه راپور ندی ورکړل شوی.
د پېښې سيمې ته پولیس رسېدلي دي ترڅو معلومه کړي چې پیښه د کومې ډلې لخوا طرحه شوې حمله وه او که څنګه.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په لندن كې په ورته پېښه كې شپږ تنه وژل شوي وؤ.
چې داعش ډلې یې پړه منلې وه.
فرید افغان


















