د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت ویاند نجیب ننګیال رسنیو ته وویل تر اوسه ټولو مخابراتي شرکتونو ۲۸ میلیونه سیم کارتونه پلورلي دي.
د نوموړي په خبره په دومره لوړ شمیر سیمکارتونو کې تقریبا درییمه برخه راجستر او نور ټول هوایي پلورل شوي دي.
ننګیال رسنیو ته څرګنده کړه چې له ۷ بیا تر ۸ میلونه سیمکارتونه ورسره راجستر دي، خو په وینایي هیڅ پرې ډاډمن ندي، ځکه په یوه تذکره تر لسو پورته سیمکارتونه هم تثبیت شوي دي.
د مخابراتو وزارت دې چارواکي وویل چې د پلورل شویو سیمکارتونو له ډلې ، ۲۲ میلیونه فعال او ۶ میلیونه نور یی غیر فعال دي.
د مخابراتو وزارت وایي د سیم کارتونو د تثبیت لپاره یي په نویو لارو چارو غور کړی او د طرحې له قانوني کیدو وروسته مخابراتي شرکتونه مکلف دي ترڅو په حدود د ۶ میاشتو کې ټول سیمکارتونه د راجستر ترپروسې تیر کړي.
د یادونې وړ ده چې د غیر راجستر له سیمکارتونو څخه پدې وروستیو کې شکایتونه ډیر شوي دي ، د کتونکو په وینا د غلا، قاچاق، د خلکو غولولو او ګڼو نورو تخریبي کارونو کې له دا ډول سیمکارتونو کار اخیستل کیږي.
خو د چاروشنونکي او تخنیک پوهان دا کار تر هغې ناشونی بولي تر څو چې بریښنایي تذکرې په خلکو نه وي ویشل شوې.


















