چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

تاسو پوهېږئ چې ټرمپ او (لېونی سپی) يې په افغانستان کې څه غواړي ؟

امین الله نشرونکی: امین الله
جولای 4, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
16
ځلې شریک شوی
204
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

لیکوال : امین وردګ
له نن څخه څه باندې اوولس کاله وړاندې غربیانو د القاعدې تر نامه لاندې د ښکار تکل و کړ ؛ نو ښه يې دا و پتېیله چې ښکارځای به افغانستان ټاکي ځکه چې د دغه هېواد خلک جګړو سخت ځپلي او نور به کېدای شي د مقابلې جوګه هم نه وي ؛ نو يې د اشغال د پټولو لپاره خپل ظالمانه تیري ته بین المللي اجازه نامه هم تر لاسه کړه ؛ تر څو په افغانستان کې د دوی هر وحشت او کړنه قانوني وي.
غربیانو چې کله زموږ د پاکې خاورې د اشغالولو هوډ وکړ ، نو بهانه یې اسامه ابن لادن وګرځاوه او بیا يې د نورو هغو ملکونو خلک هم اړ کړل (تر څو له دوی سره په دغه مظالمو کې ګډ شي) چې یو وخت کې به یې د امریکې په وړاندې خنډونه جوړول نو ويې غوښتل چې بل وخت د امریکایانو په وړاندې د انتقاد ګوته پورته نه کړای ځکه چې دوی به هم ورسره شريک وي.
دا طبعي خبره ده چې : کله یو څوک د یوې کړنې پوره واک ولري ؛ نو بیا د هغه سړي هر وحشت هم پټېدای شي.
امریکایانو د بوش په مشرۍ د مسلمانانو لپاره داسې تور جوړ کړ چې : مواد يې له نورو کفري هېوادونو څخه تر لاسه کړل ، اوبدل يې په ځینو (مسلمان ډوله) څېرو لازمي کړل او په خپله یې د ((ناظر او مراقبت کوونکي)) دنده پکې خوښه کړه ؛ چې هم یې امتیاز لوړ ؤ ، هم پکې ستړي ډېر نشول او هم يې واک په لاس کې ؤ ! نو کله چې تور په (بن) کې جوړ شو ، بیا یې راوړ او په ټول افغانستان يې و غوړوولو ؛ نو بیا هم طبعي ده چې : هر څوک پکې راګير شول چې ځینې يې مطلوب وو او ځینې نور هسې پکې راغلل ؛ دا چې تور (بین المللي) ؤ نو ځکه چا جرئت نشو کولای چې ووايي : په دغه تور کې داسې ښکار هم شته چې غوښه يې حرامه ده.
لنډه دا چې تور کله په ډکېدلو شو نو یوه پېڅکه یې و شلېدله ، کله چې دوی بېرته د شکېدلې پېڅکې د بیا ګنډلو هڅه کوله ، بله پسې وشلېدله ، کله يې چې دغه دویمه ګنډله نو دریمه هم څيرې شوه ، بیا یې غوښتل چې تور له سره و رغووي ، مګر په دغه وخت کې امریکا هېڅ هم د پخوا په توګه نشول تر سره کولای ، بلکې امریکه ورته یوازې شوه ، نو دا چې یوازې یې نه د تور جوړونې توان لرلو او نه هم د ښکار کولو ، نو ځکه خو يې بیا دا ښه وبلله چې : کوم ښکار په تور کې پاتې دی همغه باید ډاډه کړي او په لېونو سپو يې وخوري ، خو نه ! دا کار هم سخت دی ځکه چې : هم په تور کې ډېرو برخه ورسره اخيستې او هم په ښکار کې ؛ نو څنګه کولای شي چې په یوازې ځان يې غړوت کړي ؟
راځو او دغې موضع ته لږ روڼتیا ورکوو : په ۲۰۰۱ م کال کې داسې انګېرل کېده چې : افغانستان ته بین المللي ځواکونه راځي او دا ملک به په دوو کالونو کې ګل ګلزار کړي ؛ نو ځکه يې اشغالګرو ته سوله ساتي هم وویل ؛ افغانستان خو یوه ساده او پاکزړې ټولنه ده ؛ نو ښه یې دا وبلله چې د مخالفت هڅه و نه کړي نو ځکه دغې وحشي ټولنې ته دوی هم ور ټول شول.
او بل افغانانو دا فکر هم وکړ چې : په افغانستان کې ټول هغه وحشیان وبښل شول چې یو وخت کې يې دلته په لکهونو بې ګناه افغانان په شهادت رسوولي وو ، نو عامو خلکو دا و انګرېرله چې ګني دغو وحشیانو ته بین الملل څه و نه ويل ، نو عام خلک او طالبان خو به په ګلدستو کې وساتي ، ځکه به هر چا کوښښ کولو چې له همدغې ظالمې ټولنې سره ملتیا وکړي ؛ خو کله چې څو کلونه تېر شول ورو ورو افغانان پوه شول چې : غربیان د افغانسان د رغوولو لپاره نه ، بلکې د لا ورانولو او خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره راغلي دي ؛ نو هم له دولت نه خلک ورته واوښتل ، هم نور ولسونه له وسلو سره را پورته شول او غربیان يې تر سخو بريدونو لاندې راوستل ؛ د ځينو افغان ځوانانو خو یې وینې دومره په جوش لا راغلې چې : په ځانونو پسې يې ماینونه وتړل او په دغه یاغي ښامار يې مخامخ ورمنډه کړه چې دغې نکتې غربیان سخت و ځپل ، بیا یې کوښښ پيل کړ تر څو د دغو بريدونو مخه ډپ کړي ، مګر له توان نه يې چې کله تېره شوه ، بیا یې ځينې (ملاډوله) څېرې راپورته کړې او څه (زارتير) يې هم په جیبونو کې ور واچول چې ګوندې دغه خک به یې د تبليغ له امله مخه و نيسي ، خو نه یوازې دا چې هغوی يې مخه و نه شوای نيولای ، بلکې دغه ډله لا ځواکمنه او ګړندۍ شوه چې اوس هغه ده (جوپې جوپې) يې د استشهاد په نامه ځانونه ثبت کړي ؛ اوس ویل کيږي: په زرګونو کسان په دې تمه ناست دي چې : کله به یې نوبت را رسيږي او دغه ټولې ورځې په خوشالۍ سبا کوي.
نو غواړم لیکنه ډېره اوږده نه کړم ! که نه دلته ډېر څه شته چې باید راوړي مې وای ، خو بس ! په همدغې به بسنه وکړو: غربیانو د دغو تندریزو ګذارونو د مخنیوي په خاطر ، په وار وار له ډېرې لوړې فضا څخه د ښارونو په ګڼو ګوڼو باندې خاص خاص بريدونه وکړل او بیا به یې خبر خپور کړ چې : ځانمرګی ؤ ! هغه به نو چې کله افغانانو هلته عام وګړي وليدل چې : د تورسرو او ماشومانو په ګډون به کوټې کوټې پراته وو ؛ د چا به لاسونه نه وو ، د چابه پښې پرې وې ، څوک به لوڅ پراته وو ؛ نو به يې (مرګ په طالبانو) نارې هم پيل کړې چې امرکایانو په چکچکې ورته کولې ؛ خو دغه کار هم ډېر دوام و نه کړ او څه پېښې رسوا شوې ، عامو خلک شاهدۍ ورکړې چې : دا نه موټربم دی او نه هم واسکټ ، بلکې کوم څه له پاسه راغلي.
پاتې د نه وي چې : په لومړي سر کې چا په غربیانو د ګوتنيونې جرئت نشو کولای !
خو افغانان باید په دغې یوه نکته سم پوه شي !
غربیان د افغانانو بنیادي دښمنان دي ، هغوی چې په هر ډول وي د افغانانو په مرګ سندرې وايي ، هغه که طالبان مري او که دولتي کسان ؛ خو چې افغانان وي !
هغوی حتې د خپلو سپیو په سترګه هم والله که افغان عسکر ته ګوري ، دا ومنۍ ! که نه وي عسکرو ته دا پته شته او په قسم یې بند کړئ !
د بېلګې په توګه : که له یوه امریکايي سره چېرې په غره يا دښته کې تر ځان یوازې یوه نوړۍ غوښه یا کوم بل شی ايضافه شي او په دغه وخت کې يې خپل سپی هم د لوږې له امله د مرګ تر کومي رسېدلی وي او افغان عسکر هم ؛ نو زه بیا قسم کوم چې دغه نوړۍ به خپل سپي ته ورکړي نه افغان عسکر ته.
راځو د پای مطلب ته :
پخوا بوش او اوبام ښکار وکړ خو کوم څه به یې چې ترې خوړل هغه يې یوازې نه دي خوړلي ، بلکې نورو ته یې هم څه ناڅه سهم پکې ورکولو ، مګر دا ځل به ښکار په نورو کوي او ټرمپ او لېوني سپي به يې یوازې خوري !
ټرمپ چې افغانستان ته تازه دمي عسکر راليږي (هغه هم یوازې یو څو زره) نو پوهېږئ ! چې دوی به دتله څه کوي ؟
دوی به یوازې په هوا ګرځي او په ځمکه به افغان عکسر جګړه مخته وړي ، نو چې کله امریکایانو ته د مرګ وېره نه وي او هم یې جګړه په خپلمنځي نامه سره روانه شي ، پوهېږئ چې هغوی به څه وکړي ؟
فکر وکړئ ! په ټوله امریکا کې دومره څوک نه وو چې د افغانستان موضع ورته سپارل شوې وای چې ټرمپ (د دوی په خپله اصطلاح) ليوني سپي ته و سپارله !
نو ښه ! چې لیونی سپی هم شي او ته یې وژلی هم نه شې (ځکه چې لاس به د نه ورسيږي) نو دغه سپی به ته وا څه نخرې و نه کړي ؟
معلومه ده چې هر ډول وحشت به وینو !
راتلونکې جکړې ته به بین الفغاني رنګ ورکوي ، مګر بمبارونه به ليوني سپي راباندې کوي ، حال دا چې دا اوولس کاله یې زړه هم ډک دی او سم یې نه دی تش کړی.
مخکې به امریکایانو ځکه ډېر وحشت نشوای کولای چې : په لاندې جګړه دوی وو ، نو هم تلفات ورته رسېدل او هم يې رنګه بدېدله ، بل دا چې هغه مهال ډېر غوسه هم نه وو ؛ ښه نو ! اوس چې هم غوسه وي (او موږ ته لېوني سپي را خوشې کړي) هم د جګړې دواړه لوري افغانان شي ، هم دوی ته مالي یا ځاني زیان و نه رسيږي او د وحشت لپاره ښه پوره واک هم ولري نو څه به پېښ شي ؟ طبعي ده چې : دوی به دا ځل تر پخوا په څو چنده ډېر وحشت ښکاره کړي او بیا به يې په افغان دولت ور و تپي !
خو افغان ولس به هم نوره حوصله و نه کړي او ارو مرو به عمومي قیام کيږي ، نو چې کله عمومي قیام وشي ، غربیانو ته به لا د وحشت موقع لاسته ورغلې وي ، هر څوک چې وژني ، همغه به يې دښمن هم وي !
په پایله کې به وګورئ چې دولتي عسکر به هم ورته واوړي ، مګر هغه وخت به هر څه له لاسه وتلي وي او هېڅ ګټه به و نه کړي !
افغانستان به کنډواله شي ، امریکایان به (له ښه زړه یخولو وروسته) ووايي چې : جکړه موږ و ګټله ، نوره ستاسو خوښه چې سره جوړېږئ که نه زموږ یې څه ! نو به په دغه ډول افغانستان پرېږدي ، خو هغه وخت به نو (د واک ته رسېدلي) طالب حوصله هم نشي قابو او ټول غربي اجیران به له منځه وړي ځکه چې : قانون هم داسې دی : کله چې څوک له ډېرو وحشتونو وروسته په زور سره و نيسې ، نو بیا يې تر بښلو وژل ښه وي ځکه چې له هغه کس نه نوره د ښېګڼې او اصلاح تمه بې ځایه ده.
نو راشئ چې همدا نن دغه غربي ښکېلاک ته ځواب ورکړو او په د الله خواته ورشو هغه مو والله که وږي پرېږدي.
ګورئ افغانانو ورڼو ! سبا به مو الله مکړه بیا پتمنې پېغلې د قاچاقیانو ښکار وي او په رڼو سترګو کې به يې د غره شاته درنه بیايې ، نو د الله خاطر وکړئ د خپل عزت د ساتنې لپاره سره یو شئ او دغه وحشي دښمن ته ځواب ورکړئ.

مخکینې مطلب

مخابراتو وزارت: په ۸ میلونه ثبت سیمکارتونو هم مطمئن نه یو

بل مطلب

پټکی د خاتم الانبیاء محمد الرسول الله صل الله علیه وسلم سنت دی!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com