سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د یوه موضوعي حدیث په اړه څېړنه او تحقیق‎

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 4, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
13
ځلې شریک شوی
159
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 لیکنه او څېړنه: م. حمد الله (دانشمند)

یو حکایت په عامه پاڼو په دوه عنوانه نشر شوی: “عربي”، “پښتو”، د دواړو نسبت نبي علیه السلام مبارک ته شوی؛ خو دواړه عنوانه موضوعي، مصنوعي (له ځان نه جوړ شوي) دي، د حدیثو په کتابونو کې د دې فن د پوهانو په آند هیڅ اصل او شتون نه لري. لومړی عنوان (عربي): “ﻗﺼﺔ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﺻلی  ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻣﻊ ﻗﺪﺡ ﺍﻟﻌﻨﺐ”.

د معنون پښتو ژباړه یې ستاسو مخ ته یږدم: حکایت دی، چې له اهل الصفة صحابه و نه یو ناداره صحابي یوه کاسه له انګورو نه ډکه د نبي علیه السلام په مخ کې کېښوده، هغه مبارک یې په خوړلو پیل وکړ، د لومړۍ دانې په خوړلو یې (تبسم) نرمه موسکا وکړه، دا راز د دوهمې – درېیمې، یاد وګړی ور ته ګوري، نژدې و، چې له زیاتې خوښۍ نه الوتی وای! صحابه کرام ور ته ګوري. د هغه مبارک عادت داسې و، چې هغوی به یې هرو مرو په خوراکي سوغات شوي څيزونو ور شریکول، یواځې به یې خوراک د هغوی په وړاندې نه کاوه. هغه مبارک یوه – یوه دانه خوري په داسې حال کې، چې نرمه موسکا یې په شونډو مبارکو خپره وه تر څو چې کاسه یې ختم کړه – تر هغه دي زما مور او پلار ځار شي – صحابه حیران دي! کوچي رخصت شو په داسي حال، چې ډېر خوښ برېښېده. یوه له صحابه و نه ترې و پوښتل: اې د الله پاک استازې! د عادت خلاف دي موږ په خوراک درګډ نه کړو؟ هغه مبارک وخندل، ور ته ویلې: تاسو د یاد کوچي خوښي په یاده کاسه ولیده، ما چې کله لومړۍ دانه خولې ته واچوله، هغه ترخه وه، وېرېدم: که تاسو را سره شریک شئ، داسې څه به مو تر خوله ووځي، چې د هغه خوښي او خوشالي له منځه یوسي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

د دې سپېڅلي فن د پوهانو په وینا داشونې نه ده، چې نبي علیه السلام مبارک دې یواځې د هغوی په وړاندې خوراک کړی وي؛ ځکه د هغه عادت مطهره داسې نه و. دا راز انګور چې پاخه نه وي، ور ته (حامض) تروه ویل کېږي، نه (مر) ترخه. تر ټولو علاوه لا دا، چې یاد حدیث یوه کتاب هم نه دی روایت کړی.

دوهم عنوان (پښتو): ” بادام او د رسول الله (صلی الله علیه و سلم) خندا”.

مضمون یې کټ مټ تېر حکایت ته ور ته دی؛ خو دلته د انګورو په ځای له بادامو نه یادونه شوې.

د همدې حکایت حواله په “عظات و عبر من احادیث الرسول (صلی الله علیه وسلم)” نومي کتاب ور کړل شوې؛ خو یاد کتاب – چې د نبوي مسجد د مدرس (ابو بکر جابر الجزائري) تالیف دی، ۴۰ مخونه لري او د بخاري شریفي د ۲۰ حدیثونو نه عبرت او وعظ پکې را چڼ او غونډ شوی – ما پاڼه په پاڼه مطالعه کړی، هیڅ داسې/دې ته ورته حکایت پکې شتون نه لري.

تېر ته په کتو درنو لوستونکو د حدیثو په باب کې له ډېر احتیاط، او پوره باور نه کار باید واخستل شي، تجاسر (زړه ورتوب) او لاوبالي په دې عمیق او ژور دریاب کې د انسان د هلاکت لامل ګرځي. د موضوعاتو، مصنوعاتو، مختلقو او لا اصل حدیثونو پر ځای باید له صحي وو نه ګټه پور ته کړل شي، خدای مکړه، د دې سخت او وېرونکې متواتر وعید تر چتر لاندې را نشو

(ﻋَﻦْ ﺍﻟْﻤُﻐِﻴﺮَﺓ ﺑْﻦ ﺷُﻌْﺒَﺔ ﻗَﺎﻝَ : ﺳَﻤِﻌْﺖ ﺭَﺳُﻮﻝ ﺍﻟﻠَّﻪ ﺻَﻠَّﻰ ﺍﻟﻠَّﻪ ﻋَﻠَﻴْﻪِ ﻭَﺳَﻠَّﻢَ ﻳَﻘُﻮﻝ:

” ﺇِﻥَّ ﻛَﺬِﺑًﺎ ﻋَﻠَﻲَّ ﻟَﻴْﺲَ ﻛَﻜَﺬِﺏٍ ﻋَﻠَﻰ ﻏَﻴْﺮِﻱ , ﻓَﻤَﻦْ ﻛَﺬَﺏَ ﻋَﻠَﻲَّ ﻣُﺘَﻌَﻤِّﺪًﺍ ﻓَﻠْﻴَﺘَﺒَﻮَّﺃْ ﻣَﻘْﻌَﺪﻩ ﻣِﻦْ ﺍﻟﻨَّﺎﺭ” . ﻣﺘﻔﻖ ﻋﻠﻴﻪ)

ژباړه: له “مغیرة بن شعبة” (رضی الله عنه) نه روایت دی، وایي: ما له نبي علیه السلام مبارک نه واورېدل، ویلې: په حقیقت سره درواغ پر ما داسې نه دي، لکه: درواغ پر یو چا، هر چا چې پر ما په قصدي توګه درواغ و تړل؛ نو خپل ځان ته دي په دوږخ کې د ناستې ځای تیار کړي.

مخکینې مطلب

.... نږدې څلویښت زره مغولیانو ایمان قبول کړ او مسلمانان شول !!!

بل مطلب

لوږه د ملیونونو بې کوره شویوعراقي انسانانو ژوند ګواښي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com