ژباړن: عرفان روحاني
دا کیسه علامه ابن حجر العسقلاني په الدرر الکامنة کې کښلې ده ، عیسویانو به د مغولو کلیو او بانډو ته خپل مبلغین د دې لپاره لیږل څو هغوی عیسویت ته راوبولي، سرکشه هولاکو دوی ته د دې تبلیغ زمینه ځکه برابره کړې وه چې میرمن یې ظفر خاتون عیسوۍ وه.
یو ځلې د عیسویانو د مشرانو یوه ډله د مغولو یوې لوی غونډې ته چې د مغولو د یوه امیر د عیسوي کیدو په افتخار دایره شوی وه د ګډون لپاره ورغلل، په دې کې د عیسویانو یوه مبلغ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل وکړل، په څنګ کې ورسره یو ښکاری سپی په یوه اوږده پړي تړل شوی و پروت و.
څه وخت چې دغه له عناده ډک مبلغ عیسوي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ښکنځلو پیل وکړ، نو دغه سپی وغوریدو او زیږ شو، ورپسې یې پر دغه عیسوي ورټوپ کړ، سخت یې ولوغړولو، تر دې چې خلکو ډیر په سختۍ ورنه خلاص کړ.
ځینو ناستو خلکو ورته وویل چې دا د هغه جرم سزا وه چې ته یې د رسول الله په حق کې مرتکب شوې.
عیسوي مبلغ په ځواب کې وویل چې نه هیڅکله داسې نه ده، بلکې دا سپی ډیر د عزت او وقار څښتن دی، ما چې کله په لاس باندې د خبرو کولو او ښکنځلو پر مهال اشاره کوله نو سپی ګمان وکړ چې ګوندې زه پر هغه ګوزار کوم.
د دې خبرې په تعقیب یې یو ځل بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ښکنځل پیل وکړ او تر پخوا یې لا سخت ښکنځل وکړل، په دې وخت کې سپی خپل پړی وشلولو، او د عیسوي په ورمیږ یې ورټوپ کړ، له مرۍ یې داسې کلک ونیو چې ساه یې پرې وخیژوله، او سملاسي ومړ، په دې وخت کې نږدې څلویښت زره مغولیانو ایمان قبول کړ او مسلمانان شول.
(الدرر الكامنة ج3 ص202).
















